Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ملي بودیجې په مسوده کې ځينو په ګوته شویو ستونزو ته نغوته

د ولسي جرګې لخوا د ملي بودیجې په مسوده کې له ۱۹ لېست شویو ستونزو څخه یوه يې دا ده چې څنګه د بودیجې په ځينو کوډونو کې غیرضروري پیسې ځانګړې شوې دي.

د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمېسیون غړي وايي چې په کوډونو کې د ځانګړېدو دغه برخې غیر ضروري او له فساد ډکې دي.

سره له دې چې د عادي بودیجې پنځه ګونو کوډونو او دغه راز د پراختیایي بودیجې کوډونو ته د ډېرو پیسو ځانګړې کېدل د سږکال د بودیجې د مسودې د ردېدو یو له تر ټولو مهمو لاملونو و، خو د بودیجې په درېیمه مسوده کې په ۲۵ کوډ کې چې د شتمنیو د ترلاسه کولو او موټرو د پېرلو لپاره دی؛ ۱۵ مېلیونه افغانۍ زیاتې شوې دي.

په دې لړ کې له ۲۲ کوډه چې د اجناسو او خدمتونو لپاره کارول کېږي، څه باندې یو اعشاریه پنځه مېلیارده افغانۍ کمې شوې دي.
 
داسې اندېښنې شته چې له ۲۵ او ۲۳ کوډونو نه په نا اړینو برخو کې ګټه اخیستل کېږي او حکومت یې له ولسي جرګې سره جزیات نه شریک وي.

د ولسي جرګې د مالي چارو او بودجې کمېسیون غړی صدیق احمد عثماني وویل:«په ۲۲ کوډ کې له معاش پرته وروځني لګښتونه دي چې روغونې، رنګمالۍ، اوبه رسونه، نل ځغلونه، او ورته مهال د برېښنا او اوبو وسایل په کې شامل دي.»

په درېیمه مسوده کې د احتیاطي پیسو لپاره څه باندې ۱۵ مېلیارده افغانۍ په پام کې نیول شوي دي؛ که څه هم په دغو کوډونو کې هم بدلونونه د پام وړ نه دي، خو د احتیاط له پیسو د برېښنا شرکت د پورونو ورکړه د پوښتنې وړ ده.

د ولسي جرګې د مالي چارو او بودیجې کمېسیون غړي وایي سره له دې چې د ادارو په بودیجه کې تل د برېښنا پیسې وې، خو اوس مهال د دغو پورونو ورکړه د احتیاطي پیسو د کارولو پر خلاف کار دی.
 
 د ولسي جرګې د مالي چارو اوبودجې کمېسیون غړی عظیم کبرزاني وویل:«د برېښنا شرکت پوروړتیا ده چې یو مېلیارد او ۴۰۰ مېلیونه دي بیا یې ۳۰۰ مېلیونه کمې کړې. موږ پر هغه بحث لرو او کله چې وایوو چې په ۲۲ کوډ کې د برېښنا او اوبو د بودیجې لپاره په پام کې نیول شوی، نو دغه اداره ولې پوروړې وي.»

د ولسي جرګې د مالي چارو اوبودجې کمېسیون غړې قمربانو هم څرګندوي:«درې ورځې کېږي چې بودیجه په کمېسیون کې ده او پر هغه کار کوي او لا هم معلومه نه ده چې ایا دا تصویب کېږي او کنه؟»

په دې لړ کې د درېیمې مسودې د ستونزو په تړاو د ولسي جرګې د مالي چارو او بودیجې له کمېسیون سره د مالیې وزارت غونډې بې پایلې وې.
 
د مالیې وزارت د بودیجې رییس سید نصیر احمد وویل:«فکر کوم چې په یوې بڼې د وخت ضایع کول دي. خو وګورو چې په نورو جلسو کې څه پرېکړه کېږي.»

د ولسي جرګې د مالي چارو او بودیجې کمېسیون ځينې غړي وایي چې د ملي بودیجې  په دریمه مسوده کې ۳۷ مېلیارده افغانۍ کسر ته په پام سره اړتیا ده چې حکومت په عادي بودیجه کې پر خپلو تخصیصونو بیا کتنه وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه