Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پارلمان د ۱۴۰۰ کال بودجه په اکثریت رایو تصویب کړه

د افغانستان پارلمان نن(دوشنبې د کب په ۴مه نېټه) د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال بودجه په غوڅ اکثریت سره تصویب کړه.

یاده بودجه مخکې له پارلمان دوه ځله رد کړې وه او لامل یې هم د ولسي جرګې غړو لخوا په مسوده کې شاوخوا نولس ستونزې بللې وې.

ولسي جرګې په بودجه کې د ۱۹ مواردو د تعدیل غوښتنه کړې  وه چې له مخې یې د هېواد ښوونکو او د دولت ښکته رتبه مامورینو معاشونو کې دوه زره افغانۍ زیاتې شوې دي.

ولسي جرګې په وړاندیزنو کې د وړاندیز شویو تعدیلاتو نه شاملېدل، د ملي دسترخوان د پروګرام شاملېدل، د بودیجې له مسودې د څو مهمو پروژو لېرې کېدل، عملیاتي واحد او نورو ادارو ته د څلور اعشاریه درې مېلیارده افغانیو وړاندیز، د کلیو له پراختیا وزارت نه د ټولګټو وزارت ته د لارو د جوړولو د پروګرام لېږد، د مهمو ولایتي پروژو لېرې کېدل، د هغو ادارو د بودیجې ځنډولو ته نه پاملرنه چې د سرپرستانو له لوري اداره کېږي؛ د دولتي کارکوونو د معاشونو د یو راز کولو په تړاو د ولسي جرګې وړاندیز او دولتي چارواکو ته د امتیازي معاشونو، د دسترخوان د خرڅ او د کورونو د کرایو  په تړاو د ولسي جرګې اندېښنو ته بې پامې هغه علتونه و چې له مخې یې ولسي جرګې بودیجه په دوه ځله رد کړه.

خو اوس یاده جرګه وايي چې تر ډېره یې غوښتنو ته ځواب ویل شوی او له همدې کبله یې بودجه تصویب کړه.

د مالي کال د ملي بودیجې په دویمې مسوده کې څه باندې ۴۷۰ مېلیارده افغانۍ په پام کې نیول شوې دي چې له دې منځه ۱۱ مېلیارده یې عادي او ۱۶۱ مېلیارده یې پراختیایي بودیجه ده؛ مخکې له دې د ولسي جرګې غړو ویلي و چې په دې سند کې حکومت له نړیوالو بنسټونو د شاوخوا شل مېلیارده افغانۍ پو غوښتنه کړې ده.

راتلونکي مالي کال ته ۴۷۳ میلیارده او ۴۱ میلیونه افغانۍ ټاکل شوې ده.

شریک یي کړئ