Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پارلمان: حکومت د بودیجې په سند کې ژمنه شوې پروژې نه عملي کوي

د ولسي جرګې ځينې غړي وايي چې حکومت هغه پروژې چې د بودیجې په مسوده کې د هغوی د عملي کېدو ژمنه کړې وه؛ نه عملي کوي او له دغو پروژو سره سیاسي چلند کوي.

دغه استازي وايي چې د ځينو چارواکو له خوا  له هېواده بهر ته د بویجې له احتمالي لېږده اندښمنه لري.

له بلخوا ولسي جرګې ځينې غړي وايي چې هغوی هڅه وکړه چې د دولت ټيټ پوړو دولتي کارکوونکو معاشونه زیات کړي؛ خو حکومت برعکس حکومت د دغو کارکوونکو څو زره امتیازي پیسې پرې کړې دي، خو د ان ټي اې کارکوونکو لوړ معاشونه کم شوي نه دي؛ خو د مالیې وزارت وايي چې تخنیکي ډله د معاشونو پر زیاتوالي کار کوي او دا طرحه به ډېر ژر عملي شي. 

د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې د وکیلانو نیوکې، په ولایتونو کې د مخې ته شویو پروژو پر نه عملي کیدو او ورسره د ټيټ پوړو دولتي کارکوونکو د امتیازونو  پر بندېدو ورټولې وې.
    
د ولسي جرګې غړی سید محمد صدیق حسن زاده وايي:«د ان ټي اې او سي بي ار معاشونه کم کړي برعکس هغه یې زیات کړي؛ خو د یوه بې چاره او مظلوم معاش چې دوه زره او یا درې زره امتیازي لري هغه یې له منځه وړي دي.»

د ولسي جرګې د رییس په ګډون ځینو وکیلانو پر حکومت دا تور هم پورې کړ چې ګواکې د بودیجې د سند په عملي کولو کې سیاسي چلند کوي.
 
د ولسي جرګې غړي میر حیدر افضلي وویل:«د کوتل سړک پروژې تداکات باید بشپړ شي له هغې پرته خلک په مدني نافرمانۍ لاس پورې کوي او اعتراض کوي او د سړک لار به وتړي.»

د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني څرګنده کړه:«د نه انډول پراختیا بې عدالتي ده او دا بې عدالتي د ملت لپاره د منلو نه ده؛ نو د کوتل سړک پرژوه باید سیاسي نه شي.»

د بودېجې حیف میل او د ملي روغې جوړې  عالي شورا ته د اته سوه میلیونه افغانیو بیلول د وکیلانو د نیوکو بله برخه وه.

د ولسي جرګې غړی غلام حسین ناصري وايي:«د دوی (د ټیټ پوړه مامورینو) دوه زره او درې زره امتیازي معاش کسر کړی دا جداً د خجالتۍ ځای دی.»

خو د ملي روغې جوړې د عالي شورا ویاند فریدون خوځون بودیجه د حکومت کار ګڼي:«د ملي روغې جوړې عالي شورا د سیاسي هوکړې پربنسټ رامنځته شوې چې د سولې بهیر مسوولیت په غاړه لري.»

بل خوا د مالیې وزارت وایي د ټيټ پوړو دولتي کارکوونکو د معاشونو د زیاتېدو طرحه وروستۍ شوې ده.
       
د مالیې وزارت ویاند محمد رفیع الله تابع وايي:«تخنیکي کمېټه پر امتیازي معاشونو یا ان ټي اې کار کوي چې د هغه کار کابو بشپړ شوی دی او ډېر ژر د کابینې له تایید وروسته به عملي شي.»

دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې او حکومت تر منځ د ۱۴۰۰ مالي کال د بودیجې پر سر شاوخوا دوه میاتشې نندارۍ روانې وې چې پکې د ځینو تعدیلاتو په تېره بیا د ټيټ پوړو دولتي کارکوونکي په میاشتنۍ تنخواه کې د دوه زره افغانۍ په زیاتوالي له سلا کېدو وروسته تایید شوه.

شریک یي کړئ