Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مالیې وزارت د راتلونکي مالي کال ملي بودجې سند سنا ته واستوو

د مالیې وزارت یک‎شنبې ( د لړم میاشتې په ۲۰مه نېټه) د راتلوونکي لمریز کال د ملي بودیجې سند مشرانو جرګې ته واستولو.

محمد همایون قیومي مشرانو جرګې ته وویل چې دا سند معیاري دی او په کې د ملي لومړيتوبونو له مخې پراختیايي پروژې ځای شوي دي.

ددغه وزارت سرپرست د راتلونکي کال د ملي بودجې سند معیاري بولي او وايي چې په دغه سند کې د راتلونکي میلادي کال د بودجې  ټولټال لګښت  ۳۹۹ ملیارده افغانۍ دی چې له دې منځه څه باندې ۲۷۵ ملیارده افغانۍ عادي بودجه او ۱۲۴ میلیارده  افغانۍ پراختیايي بودجه وي.

ښاغلي قیومي زیاته کړه:«د بودجې لویه برخه په پنځو سکتورونو کې یعنې په امنیتي، بنسټیزو، کرنې، د کلیو پراختیا، روغتیا او ښې حکومتولۍ او پوهنې ته ځانګړې شوې ده چې په ترتیب سره ۵۲ میلیارډه، ۲۳ میلیارډه، ۱۳میلیارد، ۸ اعشاریه ۸ میلیارد او ۶ اعشاریه ۸ میلیارد افغانۍ په ټوله کې پراختیايي بودجه جوړوي. »

خو د مشرانو جرګې یو شمېر غړي پر مالیې وزارت په نیوکې سر وایي چې هر په بودجه کې د مشرانو جرګې د غړو غوښتنې بابیزه ګڼل کیږي.

د مشرانو جرګې غړی، محمد عظیم قویاش وویل:«زه فکر کوم چې د بودجې پر مسودې خبرو ته اړتیا نشته او یا خپل نظریات حکومت ته وړاندې کړو، ځکه چې تل زموږ نظریات په پام کې نه نیول کېږي او د مالیې وزارت هېڅ کار نه دی کړی.‎»

بل پلو د مالیې وزارت سرپرست د هېواد هغه ملي عواید چې د کال له پېل راهیسې راټلو شوي دي تر یو ۱۵۲ میلیاردو افغانیو ډیر ګڼي او د ده په باور دغه عواید به د کال تر پایته ۱۷۳ ملیارده افغانیو ته ورسیږي.

د مالیې سرپرست وزیر د روان کال راهیسې د ملي عوایدو اندازه ۱۵۲ میلیارده افغانۍ بولي او هیله لري چې دا اندازه به د کال تر پایه پورې ۱۷۳ میلیاردو افغانیو ته ورسیږي

شریک یي کړئ