Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پر کابل پوهنتون د برید ټپيان: که له موږ سره مرسته ونه شي معیوبېږو

ځينې هغه زد کړیالان چې د روان لمریز کال د لړم په ۱۲مه نېټه د کابل پر پوهنتون برید کې ټپيان شوي دي، وايي چې د مالي بې وسۍ له امله نه شي کولای د خپلې درملنې بهیر بشپړ کړي.

دا زده کړیالان همدارنګه څرګندوي که چېرې له هغوی سره مرسته ونه شي، هغوی به د تل لپاره معیوبه شي.

څلرویشت کلنه روینا پر کابل پوهنتون د لړم میاشتې د دولسمې په برید کې یوه له ټپې شویو زده کړیالانو ده. دا وایي چې په دې پېښه کې یې څو مرمۍ پر پښو لګېدلي دي.

د دې په وینا، سره له دې چې پر کابل پوهنتون له بریده دوه میاشتې تېرېږي، خو ټپونه یې تازه دي او پښه یې په یو ډول فلج شوې ده.

روینا وایي چې د بې وزلۍ له امله نه ده توانېدلې چې خپلې درملنې ته دوام ورکړي:«زما لومړنۍ عملیات د علي اباد په روغتون کې وشو. دویم عملیات مې هم ډېر ستر عملیات و د فرانسویانو په روغتون کې وشو؛ ټول یې زما له خپلو شخصي لګښتونو څخه و او هېچا له ماسره مرسته ونه کړه. پوهنتون هم چې ځينې مرستې کړې وې په هغه کې زما نوم نه و.»

د کابل پوهنتون د برید قربانیان وایي که مرسته ورسره ونه شي، ځينې ټپیان به چې په دې پېښه کې ټپیان شوي، معیوب شي.
 
پرکابل پوهنتون برید کې ټپې شوې زده کړیاله ناهیده وايي:«ما ته وايي چې له هېواده بهر ته ولاړه شه چې درمنله دې وشي؛ یعنې افغانستان دومره اسانتیاوې او وسایل نه لري چې ستا درملنه وشي. زیاته هڅه مې وکړه چې له هېواده بهر ته ولاړه شم خو ملاتړی نه لرم.»

بل خوا د بې سرپرستو ماشومانو د ملاتړ د نړیوال بنسټ رییس وایي چې د یو شمېر هغو افغان محصلینو له لوري چې په امریکا کې دي، د دې برید له قربانیانو سره څه باندې یو مېلیون افغانۍ مرسته شوې ده.

د بې سرپرسته ماشومانو د ملاتړ د نړیوال بنسټ رییسه مریم  شمال وايي:«د شهیدانو یوې کورنۍ ته ۱۷۳ ډالره او د ټپيانو کورنۍ ته ۲۷۲ ډالره دي. د دې لپاره چې ټپيان د پېښې عیني شاهدان دي.»

پر کابل پوهنتون د داعش ډلې په برید کې دوه ویشت تنه ووژل شول او تر څلوېښتو زیات نور ټپیان شول.

شریک یي کړئ