Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له امنیتي چارواکو سره د ځینو استازو له احتمالي جوړجاړي اندېښنې

د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي چې د امنیتي ارګانونو د مشرانو په استیضاح کې ځنډ یو شمېر استازو ته د معاملي زمینه برابره کړې ده.

ټاکل شوې د وري میاشتې په اوومه د کورنیو چارو او ملي دفاع وزیران او د ملي امنیت عمومي رییس د سردار محمد داوود خان پر روغتون د برید او د وروستیو نا امنیو له امله استیضاح شي.

د ولسي جرګې د شنبې ورځې په غونډه کې یو شمېر استازو د دغو چارواکو په استیضاح نیوکه کوي او وايي چې یو شمېر استازي له دغو چارواکو سره په معامله ګرۍ بوخت دي.

د ولسي جرګې غړۍ نسیمه نیازۍ وايي:«کله چې د استیضاح مسئله راپورته کېږي،امنیتي چارواکي ښځينه استازي زوروي،خو هغه کسان چې له هغوی سره په کورونو کې یې کېني،له یو بل سره د معاملې په اړه خبرې کوي.»

په دې لړ کې یو شمېر استازي د ولسي جرګې لخوا د امنیتي مسؤولانو د استیضاح له دریځه په شاتګ نیوکه کوي.

د ولسي جرګې غړی میربت خان منګل وايي:«هر استازی چیغې وهي او غږ پورته کوي،خو کله چې د یوه چارواکي په اړه پرېکړه کېږي،له بده مرغه یو هم د درېدنې جرأت نه کوي.»

اخوا  یو شمېر استازي د امنیتي چارواکو لخوا د ځواب ویلو په موضوع ټینګار کوي.

د ولسي جرګې غړې زهرا توخي څرګنده کړه:«هغه کسان چې واسطه نه‎لري،هغوی ته سزا ورکول کېږي.او هغه کسان په لوړه کچه امکاناتو کې پاتېږي.دغه مسئله باید په جدي توګه وڅېړل شي او خلکو ته ښکاره شي.»

د دغې جرګې بلې غړې ناهید فرید احمدي زیاته کړه:«امنیتي وضعیت د هر پرمختګ مخه نیسي،اداري پلاویه هیله کوم چې د وري په ۷ مه ټول حضور ولري.»

د ولسي جرګې لومړی مرستیال یوځل بیا ټینګار کوي چې لوړ پوړي امنیتي چارواکي به په راتلونکې اوونې استیضاح کړي.

د ولسي جرګې لومړی مرستیال همایون همایون وویل:«زموږ هیله دا ده چې شخصي کورونو ته تګ راتګ ونه لرئ،د استیضاح مسئله دوام لري او پرېکړه ستاسو په لاس کې ده،پر هغه څه چې تاسې پرېکړه وکړئ ستاسو کار به وي نه د اداري پلاوي.»

ولسي جرګې تېره اوونې پرېکړه وکړه ترڅو د هېواد لوړ پوړي امنیتي چارواکي د څلور سوه بستریز روغتون د برید په اړه استیضاح کړي، خو استازي وايي چې له ولسمشر سره له لیدنې وروسته یې د دغو چارواکو استیضاح راتلونکې اوونۍ ته ځنډولې ده. د جرګې اداري  پلاوي هم پرېکړه وکړه چې دا چارواکي به د یکشنبې ورځې په غونډه کې ور وغواړي.

شریک یي کړئ