Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

غني د دوهم ځل لپاره د لوړې مراسم ترسره کړل

ولسمشر غني نن(دوشنبې د کب په ۱۹مه نېټه) په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د لوړې مراسم ترسره کړل.

دغو مراسمو کې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، کابل کې د  امریکا سفارت سرپرست، افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قومندان سکاټ مېلر، کابل کې د کاناډا، اروپايي ټولنې، دنمارک، آسټرالیا، ناروې او المان سفیرانو ګډون کړی وو.

بلخوا پخواني ولسمشر حامد کرزي، پخواني جهادي مشر عبدرب الرسول سیاف او د پخواني ولسمشر  مرستیال یونس قانوني په دواړو د لوړې مراسمو کې ګډون نه وو کړی.

دا په داسې حال کې ده چې د ښاغلي غني ترڅنګ اجراییه رییس، عبدالله عبدالله هم د لوړې مراسمو لپاره چمتووالی نیولی.

ټاکل شوې وه د ولسمشر غني د لوړې مراسم له غرمې مخکې ترسره شي، خو ویاند یې د یوه ټویټ په ترڅ کې وویل چې دا مراسم له غرمې وروسته مهال ته ځنډول شوي دي.

د ولسمشر غني د لوړې مراسمو کې د بهرنیو هېوادونو سفیرانو او استازو هم ګډون کړی دی.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د لوړې  مراسمو د ځنډولو په تړاو څه ونه ویل، خو یو شمېر سرچینو ویلي وو چې د غني او عبدالله ډلو ترمنځ د جوړجاړۍ خبرې روانې دي.

همداراز سرچینې وايي چې د افغان سولې بهیر لپاره د امریکا ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد د غني او عبدالله ترمنځ د جوړجاړۍ په موخه هڅې وکړې، خو دغو هڅو پایله نه درلوده.

د ولسمشر غني ترڅنګ او د یوه دېوال تر شا اجراییه رییس، عبدالله عبدلله هم د لوړې مراسمو لپاره چمتووالی نیولی وو چې د لوړې مراسم یې ترسره کړل.

د ولسمشر غني لوړې مراسمو کې د د بهرنیو هېوادونو سفیرانو او استازو هم ګډون کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه