ولسي جرګه سبا ته د نا امینو د پراختیا او په ځانګړي توګه د سردار محمد داوود خان پر روغتون د برید په اړه فوق العاده غونډه جوړوي.
د ولسي جرګې غړي پر دغه روغتون برید د پوښتنې وړ بولي او لوړپوړي امنیتي چارواکي په خپل مسؤولیت کې په ناغېړی او بې پروايۍ تورن وي.
ټاکل شوې ده چې سبا په ځانګړې غوڼده کې د ولسي جرګې غړي دغه مجلس ته د امنیتي مسؤولانو د ځواب ویلو د څرنګوالي په اړه پرېکړه وکړي.
په کابل کې د سردار محمد داوود خان په روغتون د ځانمرګو بریدګرو ډلهيیز برید او د هغې په مخنیوي کې د امنیتي ځواکونو ناتوانۍ د ولسي جرګې د غړو غوسه راپارولې ده.
د ولسي جرګې غړې نظیفه ذکي وايي:«د بې کفایته امنیتي مسؤولانو غوږ ته مو ورسوئ،د هغوی د برخلیک په اړه پرېکړه وکړئ له دې نوره بدبختي نهشته په پلازمېنه دننه په روغتون کې دغه خاینان ننوتل او له مخکې ننوتلي وو ترڅو همکاري نه وي هېڅکله داسې نهکېږي.»
ولسي جرګه د ملي شورا لخوا په امنیتي ادارو د فشار په ډېرېدو ټینګار کوي.
د ولسي جرګې بل غړي عبدالرحیم ایوبي هم څرګنده کړه:«په ۴۰۰ بستریز روغتون کې یې له حده زیات وحشت وکړ له حده زیات ظلم یې وکړ،امنیتي مسؤولانو څه ته په تمه یاست،یعنې ارګ ونیسئ.»
د ولسي جرګې غړي امان الله پیمان وویل:«ټوله ورځ افغان حکومت او امنیتي ارګانونه د داعش او طالبانو له استازو سره ویني په داسې حال کې چې د هېواد خلک د ورځې په سلګونه زره تنه د هغوی لپاره قرباني کوي.»
دې جرګې پرېکړه وکړه چې د نا امنیود پراختیا په اړه د امنیتي ادارو د ځواب ویلو په موخه د یکشنبې په ورځ ځانګړې غونډه جوړه کړي.
د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي وویل:«د ۴۰۰ بستریز روغتون د اجندا د استعجالیه وړاندیز دی سبا په لومړي ګام کې دا په اجنډا کې شامله ده.»
د ولسي جرګې غړي په داسې حال کې د امنیت په ټینګښت کې د حکومت په بې پروايي نیوکه کوي چې تر اوسه د ولسي جرګې د اداري پلاوي ټاکنې پای ته نه دي رسېدلي او د تېرو درېیو ورځو په غونډو کې د ولسي جرګې منشي نه دی ټاکل شوی.