Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسي جرګې د وزیرانو د استیضاح په بهیر کې له خپلې کړنې دفاع وکړه

د هېواد یو شمېر وګړي وايي چې د ولسي جرګې غړو خلک د امنیتي مسؤولینو ناغېړیو ته متوجه کړل او وروسته یې هغوی ته د اعتماد رایه ورکړه.

دغه افغانان امنیتي مسؤولین د هېواد د امنیت په ټینګښت کې ناکامه بولي او وايي ولسي جرګې باید امنیتي مسؤولین یې بې واکه کړي وای.

د هلمند اوسېدونکی مطیع الله ویلي:«کله چې یو وزیر خیانت کوي او پارلمان هغه ته د اعتماد رایه ورکوي په دې مانا ده چې خیانت زیاتېږي.»

د بغلان اوسېدونکي حارث سیار هم وویل:«خلکو پر پارلمان خپل اعتماد له لاسه ورکړ.»

یو شمېر خلک وايي چې د ولسي جرګې غړو ته یې د دې لپاره رایه ورکړې چې د دوی ولایتونو ته خدمت وکړي خو اوس په خپل دې کار پښېمانه دي.

د کندهار اوسېدونکي مجتبي په دې اړه وویل:«بې کفایته خلک دي له دوی څخه له دوی څخه باید له سره حساب واخیستل شي.»

که څه هم ولسي جرګې د ملي دفاع او کورنیو چارو وزیران او د ملي امنیت رییس د ناامنیو د زیاتوالي، د مدیریت د کمزورتیا او د محمدداوود خان پر روغتون د برید په تړاو استیضاح کړل خو وروسته یې دوی ته بېرته د باور رایه ورکړه.

ځینې سرچینې وايي چې د ولسي جرګې غړو هغه وخت د دغو درېیو امنیتي چارواکو د پاتې کېدو پرېکړه وکړه چې ولسمشر دوی ته خبرداری ورکړ که د ملي دفاع او کورنیو چارو وزیران او د ملي امنیت رییس بې واکه کړي ملي شورا به منحل کړي.

نن چهارشنبې (په وري ۹ مه)هم د کابل یو شمېر اوسېدونکي او د مدني ټولنې فعالان په یوه ننداریز خوځښت کې،د ولسي جرګې استازي او د امنیتي بنسټونو استازي یې بې واکه کړل.

دوي د هغه څه په وړاندې چې د ولسي جرګې د یو شمېر غړو معامله کول یې بولي هم د ولسي جرګې غړي او هم د امنیتي ادارو مسوولین بې واکه کوي.

د مدني ټولنې فعال صفت ځواک وویل:«تېره ورځ پارلمان،د ملت کور نه؛بلکې د سوداګرۍ لپاره ځای شوی وه!پارلمان پر خلک ملت،د خپل ملت پر رایو،تجارت وکړ.»

د ولسي جرګې د چهارشنبې په غونډه کې هم د ملي دفاع او کورنیو چارو د وزیرانو او د ملي امنیت د عمومي رییس د استیضاح د څرنګوالي په اړه بحث وشو.

د ولسي جرګې غړي غلام حسین ناصري په دې اړه څرګنده کړه:«کله چې خلک لیکي او وايي چې د دغه پارلمان پر ځای،هندوستان د جرګانو یو فارم جوړ کړی وای د افغانستان د خلکو لپاره به غوره وه او یا دا دغه ودانۍ یې جوړه کړې؟نو پر دې اساس،چې له بده مرغه له دغو کارونو څخه مو ډېره ضربه لیدلې او حیثیتي ګوزار مو غوړلی او زموږ دغه کار د اصلو لو او مقرراتو خلاف هم دی.»

د ولسي جرګې غړې ناهید فرید هم وايي:«زه باید د خپلې رایې مسؤوله وم،خپله رایه خلکو ته وښیم،کله چې د خلکو رایه سره وي،زما رایه سره وي؛د خلکو رایه شنه وي،زما رایه سره وي؛ترڅو د مسؤولیت دغه بار د ملت کور له اوږې،د یوه ډموکراټیک بنسټ،په توګه هغه کور چې له خلکو څخه استازولي کوي،لیرې شي.»

خو د ولسي جرګې اداري پلاوی دا څرګندونې ردوي.او د امنیتي بنسټونو د مسؤولینو د استیضاح په قانوني والي ټینکار کوي.

د ولسي جرګې منشي عبدالقادر ځاځي زیاته کړه:«دا د ډموکراسۍ تمثیل دی او اساسي قانون موږ ته دا اجازه راکړئ ده.استازي حق لري چې د وزیرانو وضاحت ته غوږ کېږدي او په پای کې یا قناعت وکړي او یا هم ونه کړي.»

ولسي جرګې د دوشنبې په ورځ امنیتي مسؤولین په هېواد کې د تاوتریخوالي د زیاتوالي په غبرګون کې استیضاح کړل.

خو د استازو له راي ګیرۍ وروسته د ملي دفاع وزیر د ۱۰۶ رایو په اخیستو، د کورنیو چارو وزیر د ۱۲۰ رایو او د ملي امنیت عمومي ریس ۱۲۹ رایو په ترلاسه کولو په خپلو دندو کې پاتې شول.

شریک یي کړئ