په کندوز کې یو شمېر یتیم ماشومان د دې ولایت د یتیمانو په روزنتون کې د خوراکي او درسي توکو له نهشتونه شکایت کوي. یو شمېر ماشومان چې د دې ولایت د یتیمانو په دولتي روزنتون کې په زدهکړو بوخت دي، له څو میاشتو را پهدې خوا له ستونزو او ننګونو سره مخ دي.
د پلرونو او کورنیو له سیوري بېبرخې دا ماشومان، اړ شوي څو خپلو لوړو هیلو ته د رسېدو په پار د کندوز د دولتي روزنتون له خدمتونو برخمن شي، خو دلته هم د مناسبو امکاناتو نشتون له ستونزو سره مخ کړي دي.
یتیم ماشوم مسعود وايي: «دلته موږ نه، کتابچه، نه قلم او نه کتاب لرو. اول ښه و، لیلیه وه.»
یو بل یتیم ماشوم محبالله وايي: «وروستۍ هیله مې روزنتون دی او پوهنتون ووایم، ځان یو ځای ته ورسوم او ډاکټر شم.»
د دغه روزنتون ښوونکي وایي، په هېواد کې له وروستیو تحولاتو وروسته هېڅ کورني او بهرني مرستندویه بنسټ د دوی لاسنیوی نهدی کړی.
ښوونکی اسدالله احمدي وايي: «په اوسني حکومت کې هېڅ موسسې له دوی سره مرسته نهده کړي، که کړې یې هم ده، یوازې یې په رمضان میاشت کې کړې او هغه هم ډېره لږه وه.»
ورته مهال د دې ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولان ستونزې مني او د حل په موخه یې ډاډ ورکوي.
د کندوز د کار او ټولنیزو چارو رییس مولوي احمد شاه حقاني وايي: «اوس بودجه هم تصویب شوې ده، نورې ستونزې به هم حل شي او د لیلې غمه به هم وخوړل شي.»
دا بې سرپرسته ماشومان داسې مهال له ستونزو کړېږي چې په وروستیو میاشتو کې په دغه ولایت کې د سړک پر سر په درنو کارونو د بوختو ماشومانو شمېر زیات شوی دی.
په دې اړه مو اندونه