په غزني ولایت کې یو شمېر نابینایانو د ځان بسیاینې او له اقتصادي ننګونو سره د مبارزې په پار له ځان سره د مرستې صندوق په نوم برنامه پیل کړې ده.
دوی وایي، کومې پیسې چې له دې لارې را ټولوي، نورو نابینایانو ته پرې د کار زمینه برابروي.
له ځان سره د مرستې صندوق مسوول زکریا سروري وايي: «له هرې ډلې هره میاشت سل افغانۍ صندوق ته ورکوو، له دې وروسته، دا پیسې نابینایانو ته ورکوو چې د ځان لپاره پانګونه وکړي کار پیدا کړي.»
له ځان سره د مرستې صندوق غړی وزیر محمد دلسوز وايي: «موږ دا ډله پهدې خاطر جوړه کړې چې پیسې راټولې کړو او څوک چې دې ډلې ته راغلي، ځینو یې پور اخیستی او ځینې یې کرېډټ کارټونه پلوري، موږ ورسره مرسته کوو چې له دې لارې یو څو روپۍ عاید ولري.»
بلخوا یو شمېر نابینایان په دولتي ادارو کې د دوی پر نهشتون د نیوکې تر څنګ، له حکومت او مرستندویه بنسټونو غواړي چې دوی ته د کار زمینه برابره کړي.
نابینا شاه اغا وايي: «له اسلامي امارته مو غوښتنه دا ده چې نابینایانو ته درې سلنه ځانګړی شوی حق په غزني ولایت کې هم نابینایانو ته ورکړي، څو دولتي او غیر دولتي ادارو کې ورته د کار زمینه برابره شي.»
ورته مهال د غزني د شهیدانو او معلولانو چارو ریاست مسوولان وایي، هڅه کوي چې د معلولانو، په ځانګړې توګه نابینایانو ته کاري فرصتونه برابر کړي.
د غزني د شهیدانو او او معلولانو چارو رییس مولوي محمد حنیف الخالد وايي: «د دوی له غوښتنې مخکې ورته د کار زمینه برابروو، بهرنیو موسسو او اسلامي امارت ورته هم ژمنه ورکړې ده.»
دا په داسې حال کې ده چې دا مهال په غزني کې نابینایان له سختو اقتصادي ننګونو سره مخ دي. دوی له اسلامي امارته د مرستې او لاسنیوي غوښتنه کوي.
په دې اړه مو اندونه