د نورستان د پوهنې ریاست وايي، پهدې ولایت کې ۷۰ سلنه ښوونځي ودانۍ نهلري او د دې ستونزې د حل لپاره یې په ښوونځیو کې خیمې درولي دي.
د دې ریاست مسوولان زیاتوي، پهدې ولایت کې ۲۱۴ ښوونځي شته چې له ډلې یې یوازې ۶۰ ښوونځي ودانۍ لري.
د نوستان د پوهنې رییس مولوي تاج مطمئن وايي: «له ممکننه امکاناتو نه په استفادې موږ په پلان کې لرو او بار-بار دا مشکلات شریکو، تر څو موږ وکولای شو، تعمیراتو برخه کې لاسته راوړنې ولرو او تعمیرات راجوړ کړو.»
بلخوا د نورستان زدهکوونکي او اوسېدونکي د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، له کلونو راهیسي پهدې ولایت کې زدهکوونکې له ننګونو سربېره او له سرپناه پرته درس زدهکوي چې دې مسالې یې پر زدهکړو اغېز کړی دی.
یوه زدهکوونکې حبیبه وايي: «زموږ ښوونځی زموږ له کلي ډېر لرې دی، زه غواړم چې درس وایم، موږ پهدې ښوونځي کې له ډېرو ستونزو سره مخامخ یوو، قلم، کتابچې او کتابونه نهلرو، دلته په ګرمۍ کې درس وایوو چې کله باران وي ښوونځی مو رخصت وي، له حکومته مو غوښتنه دا ده چې زمونږ سترې حل کړي.»
په نورستان کې یوه بله زدهکوونکې عایشه وايي: «موږ له ډېر لري کلي. راځو سرک مو خراب دی او پر دې غره هره ورځ پورته کېږو. د غورځېدو وېره راسره وي، حکومت باید موږ ته سړک او ښوونځی جوړ کړي چې موږ وکولای شو، په اسانۍ خپلو درسونو ته راشو.»
د ودحو منځني ښوونځي مدیر محمد نور وايي: «تېر حکومت همداسې اقدام ونهکړ او اوسني له حکومت مو غوښتنه داده چې د دریو کلیو ماشومان دلته راځي، شاوخوا ۳۰۰ شاګردان دلته په زدهکړو بوخت دي. باران او د ګرمۍ له امله ماشومان دلته راتللئ هم نهشي،که موسم ښه وي، راتللی شو، که موسم خراب وي راتګ راته بیا ستونزمن وي.»
ورته مهال په نورستان کې ښوونکي وايي، د ښوونځیو د ودانیو نشتوالي سربېره، دوی د درسي موادو له کموالي سره هم مخ دي او له اسلامي امارته غواړي چې دې ستونزې ته یې جدي پاملرنه وکړي.
ښوونکی محمد حنیف وايي: «ښوونځي مو خراب دي، چت، کړکۍ، مو په ښوونځیو کې نهشته او نور د ښوونکي اړوند لوازم په واک کې نهلرو او ان تر دې چې د زده کوونکو لپاره فرشونه نهشته.»
د نورستان اوسېدونکی شاه خان وايي: «که مو ښوونځي سم جوړ شي، زموږ اولادونه به په ښه توګه درس زدهکړای شي، اوس مو اولادونه ټول ورځ بېرون په پټو کې لوبې کوي، موږ خوشاله کېږو چې زموږ په سیمه کې دې په معیاري توګه ښوونځي جوړ شي.»
د رسمي معلوماتو له مخې په نورستان ولايت کې دا مهال په ۲۱۴ ښونځيو کې ۳۶٫۰۰۰ زره زدهکوونکي په زدهکړو بوخت دي چې له ډلې يې ۱۶٫۰۰۰ زره نجونې او پاتې نور یې هلکان دي، خو د ثانوي زدهکړو پر مخ لا هم د نجونو لپاره د ښوونځیو دروازې تړلې پاتې دي.
په دې اړه مو اندونه