په فاریاب ولایت کې پر هوټلونو د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر ادارې لهخوا د محددویتونو لګولو د دې ولایت د اوسېدونکو شکایتونه راپارولي دي.
د فاریاب ولایت د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر ادارې، په وروستیو کې د ودونو په هوټلونو کې د موسیقۍ او فلم اخیستو کمرو په بندولو سره ویلي، ښځې حق نهلري له غرمې وروسته یوې نیمې بجې پورې د ودونو هوټلونو ته ننوځي.
د فاریاب اوسېدونکي وايي، د دې ادارې د تازه کړنلارې له مخې ښځې اړ دي چې د هوټلونو په دروازو کې له غرمې وروسته یوې نیمې بجې پورې په تمه شي، څو د ورتلو اجازه ترلاسه کړي.
د فاریاب اوسېدونکې شهلا وايي: «ځینې خلک له لرې ولسوالیو راځي چې په وخت واده ته راوسېږي، خو اوس د امر بالمعروف اجازه نه ورکوي چې له یوې نیمې بجې مخکې هوټلونو ته دننه شي.»
د هوټلونو یو شمېر څښتنان د دې موضوع په تاییدولو سره وايي، د امربالمعروف او نهي عنالمنکر ادارې لهخوا د دې حکم عملي کول د دوی پر کاروبار منفي اغېز کړی دی.
د یوه هوټل څښتن حالد امین وايي: «موږ سوداګر یوو او غواړو د هېواد اقتصاد پر مخ یوسو، اوس چې دا محدودیتونه ورځ تر بلې ډېرېږي، مشتري له لاسه ورکوو او له سختو ستونزو سره مخامخ یوو.»
خو له بلې خوا، د فاریاب ولایت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر اداره وايي، د دوی تازه حکمونه د ټولنې د اصلاح او د خیر کارونو ته د خلکو د هڅولو په موخه دي او ښځې باید د اسلام دین د احکامو د عملي کولو په خاطر د ماسپښین لمانځه له ادا کولو وروسته د هوټلونو په مراسمو کې ګډون وکړي.
د فاریاب د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر ادارې رییس فیض الله الفتح وايي: «موږ د لمانځه ادا کولو لپاره یوه ګړۍ دمه لرو چې لمونځ ادا کړي او له دې وروسته کولای شي دننه شي. دننه دومره ځای نهشته چې په دومره شمېر کې خلک لمونځ وکړي او له بده مرغه لمونځ هم نه کوي.»
په فاریاب ولایت کې د ودونو تالار څښتنان ټینګار لري که وضعیت همداسې دوام وکړي، ډېر زر به د ځینو تالارونو دروازې وتړل شي.
په دې اړه مو اندونه