Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د وروستیو ناکراریو له کبله له پنجشېر څخه نږدې ۷۵۰ کورنۍ بې‌ځایه شوي

د پروان د کډوالو چارو ریاست مسوولان وایي، د پنجشېر وروستیو ناکراریو له کبله دې ولایت ته نږدې ۷۵۰ کورنۍ بې‌ځایه شوې دي.

دا مسوولان زیاتوي، دوی په پام کې لري چې پر دغو بې‌ځایه شویو کسانو نغدې پیسې ووېشي.

د پروان د کډوالو چارو ریاست د را ستنېدونکو امر فریدون نوري وايي: «د ناکراریو او جګړو له کبله شاوخوا ۷۴۸ کورنۍ له پنجشېر ولایته پروان ته بې‌ځایه شوي.»

ورته مهال د پنجشېر سیمه‌ییز مسوولان هم له دې ولایته د یو شمېر کورنیو د بې‌ځایه کېدو خبره مني، خو زیاتوي، د بې‌ځایه شویو کورنیو کره شمېره نه‌ده معلومه.

دوی وايي، هڅه کوي چې د دغو بې‌ځایه شویو کورنیو د بېرته راتګ لپاره زمینه برابره کړي.

د پنجشېر د اطلاعاتو او کلتور رییس نصرالله ملک‌زاده وايي: «د پنجشېر ولایت د کډوالو چارو ریاست په پام کې لري چې له هغوی کسانو سره چې مالي زیان ورته رسېدلی، مرسته ورسره وکړي.»

د پنجشېر ولایت اوسېدونکي چې په پروان کې ځای پر ځای شوي، ادعا کوي چې د اسلامي امارت ځواکونو دوی ته اجازه نه‌ده ورکړې چې د کور د اړتیا وړ وسایل له ځان سره یوسي.

نوي کلنه بي‌بي بیګم چې د پنجشېر ولایت اوسېدونکې ده، د وروستیو ناکراریو له امله د سلګونو نورو کورنیو په څېر په پروان ولایت کې شپې او ورځې تېروي.

بې‌ځایه شوې بي‌بي بیګم وايي: «هېڅ اجازه یې رانه‌کړه چې کالي واخلو او هېڅ اجازه یې رانه‌کړه چې د چایو ګیلاس وڅښ، د جنګ پر مهال راووتلو او چاریکار ته بې‌اوبو او بې‌ډوډۍ راغلو.»

د پنجشېر یو بل بې‌ځایه شوی دلاور وايي: «له یوې میاشتې ډېر وخت کېږي چې له کوره راوتلي یوو. په خدای قسم له دې دستمال پرته چې پر اوږو مې دی، که نور مو یوه کاشوغه هم له ځان سره راوړې وي.»

ورته مهال د پنجشېر له شتل ولسوالۍ یو شمېر نور بې‌ځایه شوي د پروان د سیمه‌ییزو چارواکو له نه پاملرنې سر ټکوي کوي.

بې‌ځایه شوی محمد حنیف وايي: «ډېر یې ووهلو او وټکولو چې وسله موږ ته وسله راوړئ، تاسو له مقاومت سره یاست او تاسو د اشرف غني له حکومت سره وی.»

ویل کېږي، په وروستیو میاشتو کې د دې ولایت زیات شمېر اوسېدونکو د نښتو د رامنځ‌ته کېدو له وېرې خپل کورونه پرېښي، کابل او نورو څېرمو ولایتونو ته کډه شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه