Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په کونړ کې دیني عالمانو او مخورو د نجونو ښوونځیو د پرانیستلو غوښتنه وکړه

د نجونو لپاره د زده‌کړو د غوښتنو په دوام، د هېواد د ختيځې حوزې يو شمېر ديني عالمانو او مخورو په کونړ ولایت کې د يوې غونډې پر مهال د نجونو ښوونځيو د پرانيستلو غوښتنه وکړه.

دوی وايي، اسلامي امارت باید د رسمیت پېژندلو د ترلاسه کولو لپاره د نجونو لپاره ښوونځي پرانیزي.

په‌دې غونډه کې ګډونوالو د نجونو زده‌کړه د هېواد د راتلونکي لپاره مهمه وبلله.

قومي مشر مولوي ولي الله وايي: «د دې هېواد خلک باید بې‌تعلیمه پاتې نه‌شي، ځکه موږ ښځینه ډاکټر ته اړتیا لرو.»

یو بل قومي مشر ګل ميران وايي: «دا زموږ حق دى چې د نجونو ښوونځي د اسلامي اصولو پر بنسټ پرانيستل شي.»

د غونډې ګډونوالو له ګاونډیو هېوادونو هم وغوښتل چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه و نه‌کړي.

په‌دې غونډه کې د ولسي جرګې يو شمېر پخوانيو غړو د خلکو او حکومت تر منځ د واټن په لرې کولو ټينګار وکړ او ويې ويل چې ځينې هېوادونه په هېواد کې د بې‌اتفاقۍ د رامنځ‌ته کولو هڅې کوي.

د ولسي جرګې پخوانی غړی میرویس یاسیني وايي:«ځینې خلک د بې‌عقلۍ او ځینې د بهرنیو دسیسو له امله غواړي تفرقه واچوي. موږ باید امارت پیاوړی کړو.»

د ولسي جرګې پخوانی غړی صالح محمد صالح وايي:«موږ له ټولو ګاونډیانو سره ښې اړیکې غواړو، دا اړیکې باید د متقابل احترام پر بنسټ وي.»

له بلې خوا د اسلامي امارت یو شمېر چارواکي ډاډ ورکوي چې د خلکو ستونزې به حل کړي.

د اسلامي امارت استازی سید احمد وثیق وايي: «له ننګرهار، نورستان او لغمان څخه یو شمېر کسان راغلي دي، ټولو په خپل وار سره خپلې خبرې شریکې کړې او مشرانو ته به یې ورسوو.»

د دې غونډې کډونوالو دغه راز د افغانستان د خلکو تر منځ پر يووالي ټينګار وکړ.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه