Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هرات کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د شمېر زیاتوالی

د بې وزلۍ او لوږې له امله سږ کال هرات کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ۵۰ سلنه زیات شوی دی.

دغه ولایت کې له تېرو شپږو میاشتو را په دې خوا د ماشومانو لپاره په ځانګړي شوي روغتون کې تر دوه زرو زیات خوارځواکه ماشومان بستر شوي دي.

د شمېرو له مخې، تېرو شپږو میاشتو کې تر دوو زرو زیات خوارځواکه ماشومان دغه روغتون کې بستر شوي چې د تېرو کلونو په پرتله پنځوس سلنه زیاتوالی ښیي.

هرات کې د بې پولې ډاکټرانو روغتون مسوول وايي چې دا مهال په دغه روغتون کې پر خوارځواکۍ نږدې ۱۲۰ اخته ماشومان تر درملنه لاندې دي.

هرات کې د بې پولې ډاکټرانو روغتون مسوول ډاکټر جافیت نیونزیما وویل:«تېره یوه میاشت کې مو پر خوارځواکۍ اخته ۱۲۰ ماشومان بستر کړي، خو تر هغه وړاندې میاشت مو پر خوارځواکۍ اخته ۲۰۰ ماشومان بستر کړي وو. موږ په روغتون کې ټولټال ۸۶ بستره لرو، خو دا مهال تر ۱۲۰ زیات ماشومان په دغه روغتون کې بستر دي. له دې معلومېږي چې زموږ ناروغان ورځ تر بلې د زیاتېدو په حال کې دي»

هغه میندې چې د خپلو بچیانو د درد او کړاو له زغملو پرته بله چاره نه لري وایي، د بې وزلۍ او لوږې له امله یې ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي دي.

پر خوارځواکۍ د اخته ماشوم مور فاطمه وايي:«د ماشوم وضعیت مې ډېر خراب و، اوس یې وضعیت ښه شوی دی، هېڅ ساه یې نه شوی ویستلای؛ خو اوس یې وضعیت ښه شوی دی.»

پر خوارځواکۍ د اخته ماشوم مور آب بره څرګندوي:«هېڅ ونه توانېدم چې یوه ورځ نسک، لوبیا، غوښه، مېوه او یا نور ښه خواړه وخورو.»

دغه روغتون کې پر خوارځواکۍ یو شمېر اخته ماشومانو ژوند هم له لاسه ورکړی، خو مسوولین یې کره شمېره نه شریک وي.

هېواد کې له اقتصادي بحران سره سم، پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر زیات شوی دی.

هرات کې د بې پولې ډاکټرانو روغتون ډاکټر زاهد خالد وايي:«په جون او جولای میاشتو کې ناروغان زیاتېږي، چې د هغه علت هم اسهالات دي او همدارنګه په جنوري او فبرورۍ میاشتو کې چې ژمی وي، بیا خپلې لوړې کچې ته رسېږي، ځکه په هغه وخت کې سینه بغل شدت لري.»

له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق (یونېسف) په تازه راپور کې ویلي چې دا مهال په افغانستان کې دیارلس مېلیونه ماشومانو بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. د دغه سازمان په وینا، درې مېلیونه ماشومان پر خوارځواکۍ اخته دي او که بېړنۍ مرستې ونه رسېږي، ښایي د دغو ماشومانو له ډلې یو مېلیون یې ژوند له لاسه ورکړي.

د یونېسف په وینا؛ هېواد کې اقتصادي بحران، د لوږې لوړه کچه او بې وزلي هغه لاملونه دي چې د یو شمېر ماشومانو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی دی.

د بې پولې ډاکټرانو روغتون کې پر خوارځواکۍ یو شمېر اخته ماشومانو ژوند هم له لاسه ورکړی، خو مسوولین یې کره شمېره نه شریک وي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه