Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

۲۰ کلن محرومیت؛ د چنارتو اوسېدونکي: زموږ ماشومان له ښوونځي سره نااشنا دي

د ارزګان چنارتو ولسوالۍ کې له شلو کلونو راهیسې ماشومانو د ښوونځي دروازه نه ده لیدلې.
 
د ارزګان ولایت د چنارتو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي د پوهنې، روغتیا او بیارغونې په برخو کې یې له تېرو څه باندې دوه لسیزو راهیسې هېڅ پرمختیايي پروژه نه ده لیدلې او په هېڅ برخه کې پاملرنه نه ده ورته شوې.

خلک له حکومتي مسوولینو غواړي د دوی د اولادونو د ښه راتلونکي لپاره ورته د لیک لوست زمینه برابره کړي.

دغه ولسوالۍ د ارزګان له مرکز ټینګوټ ښاره ۵۳ کیلو مټره واټن لري.

د سیمې اوسېدونکی احمد جاوېد وویل:«زه تراوسه نالوستی یم او درس مې نه دی لوستی او له حکومته زموږ غوښتنه دا ده چې موږ ته ښوونځی جوړ کړي، ترڅو زموږ بچیان نالوستي پاتې نه شي.»

نظر محمد د سیمې بل او سېدونکی وايي:«دلته مکتب نشته الف او ب یې ولا که زده وي دا موږ ژوند دی»

د سیمې او سېدونکی سلام جان څرګندوي:«موږ په همدې ډول غټ شوي یو نه د کوچني څه زده دي او نه هم د لوی، لکه عوام ګرځو.»

د سیمې اوسېدونکي وایي په تېرو ۲۰ کلنو کي په دغه ولسوالۍ کي د بیا رغوني، معارف او بیا رغوني برخه کې هېڅ کار نه دی شوی.

د چنارتو ولسوالۍ اوسېدونکي جیلاني وویل:«هېڅ د آبادۍ کار نشته په دې ولسوالۍ کې هېڅ هم نشته.»

د چنارتو ولسوالۍ بل اوسېدونکی صبرګل څرګندوي:«سړکونه مو دومره خراب دي چې د موټر ګاد د چلولو لا نه دي.»

مسوولین هم د چنارتو ولسوالۍ دغه ستونزي مني او د حل ژمنه یې کوي.

د ارزګان مرستیال والي وایي د چنارتو ولسوالۍ ستونزي د مرکزي دولت تر چارواکو رسولي او د یادې ولسوالۍ د خلکو غوښتونو ته به جدي پام کېږي.

د ارزګان مرستیال والي حکمت الله مزمل څرګنده کړه:«د سړکونو د جوړولو موضوع موږ شریکه کړې په دې وروستیو کې د مالیې وزیر دلته راغلی و او موږ خاص د سړکونو موضوع ورسره شریکه کړه او هغه هم اطمینان راکړی دی.»

دا یوازي چنارتو ولسوالي نه ده چي له هر څه بې برخي ده، بلکي د دې ولایت ډېری ولسوالی ورته برخلیک لري او ولسونه یې له حکومت څخه د پاملرني غوښتنه کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه