د ښوونځیو د ودانیو نشتوالی او غیر معیاري ټولګي د لوګر ولایت د زدهکوونکو اصلي ستونزه ده.
په دې ولایت کې یو شمېر ښوونکي او زدهکوونکي د ښوونځیو د ودانیو د نشتوالي او غیرمعیاري ټولګيو له کبله سر ټکوي.
یو زدهکوونکی محمد اسماعیل وايي: «زموږ ټولګي کوچني دي، موږ پهکې نه ځایېږو، کله چې باران ورېږي، زموږ ټولګي لمدېږي او درس نهشو لوستلی.»
پهدې لړ کې د دې ولایت یو شمېر ښوونکي وايي، له تېرو کلونو راهیسې ډېری زدهکوونکي د لمر تر سوځنده وړانګو لاندې درس لولي چې دا د دې ولایت د پوهنې په بهیر کې د ستونزو ښودنه کوي.
د پښتوناباد لومړني ښوونځي مدیر نصرت الله نصرت وايي: «تقریباً لس کاله کېږي چې له دې ستونزو سره مخ یوو، یو معیاري تعمیر نهلرو، معیاري ټولګي نهلرو، له تېرو لسو کلونو راهیسي په یوه کرایي کور کې ناسته پاسته لرو.»
د لوګر یو شمېر زدهکوونکي او اوسېدونکي پهدې اړه د اندېښنې په څرګندولو سره له سرپرست حکومته غواړي چې د پوهنې برخې د ودې او پیاوړتیا په موخه کوټلي ګامونه پورته کړي.
یو ښوونکی مجاهد ذاهد وايي: «له دولت نه زموږ دا غوښتنه ده چې زموږ ښوونځي ته احاطه او ټولګي جوړ کړي. همداراز زدهکوونکي د کتابونو له کمښت سره مخ دي.»
قومي مشر حاجي قطبالدین وايي: «په خپل شخصي پیسو د والدینو په شورا په همکاري باندې موږ په شپږ نیم سوه زرو افغانیو ځمکه اخیستې او معارف ته مو سپارلې ده.»
له بلې خوا، د لوګر ولایت د پوهنې ریاست مسوولان وایي، له ۲۷۵ ښوونځیو څخه ۹۰ یې هېڅ ودانۍ نه لري او سل نور ښوونځي بیارغونې ته اړتیا لري.
د لوګر د پوهنې رییس مولوي جنت ګل عزیز وايي: «د دې ستونزې حل لپاره مو له پوهنې وزارت سره خبره شریکه کړې ده او له اړوندو موسسو سره مو پهدې اړه مجلسونه کړي دي.»
په دې اړه مو اندونه