په فراه ولایت کې روغتیايي مسوولان د دې ولایت په ولایتي روغتون کې د بسترونو او د مسلکي کارکوونکو له کموالي شکایت کوي.
د فراه د ولایتي روغتون د مسوولانو په وینا، په اوسني وخت کې یوازې څلوېښت بسترونه د ماشومانو لپاره موجود دي، په داسې حال کې چې پهدې روغتون کې د ناروغو ماشومانو شمېر له ۱۲۰ ډېر دی.
د فراه د ولایتي روغتون امر صلاح الدین احدي وايي: «له بده مرغه اوسمهال د ماشومانو په څانګه کې هره ورځ له ۹۰ څخه تر ۱۲۰ پورې کسانو بستري کېږي.»
له بلې خوا ناروغ لرونکي وايي، په خصوصي روغتونونو کې د خپلو ماشومانو د درملنې وس نهلري او له همدې امله تر ډېره دولتي روغتونونو ته ورځي.
دوه کلنه ماشومه سلما له دوولسو ورځو راهیسې په ناپېژندل شوې ناروغۍ اخته شوې ده.
په داسې حال کې چې د سلما پلار په شخصي روغتونونو کې د خپلې ماشومې د درملنې وس نهلري. د فراه د ولایتي روغتون ډاکتران وایي، د دې ناروغۍ د تشخیص لپاره لږ امکانات هم په واک کې نهلري.
د سلما پلار محمد شریف وايي: «ماشومه مې دلته راوړې چې درملنه یې وشي، زه د درملنې توان نهلرم، څه وکړم؟»
د فراه د ولایتي روغتون امر صلاح الدین احدي وايي: «که څه هم نور ماشومان د عمومي جراحي داکټر له لوري عملیات کېږي، خو له بده مرغه اوسمهال د روغتون په تشکیل کې د ماشومانو د جراحي متخصص نهلرو.»
یوه ناروغ لرونکې فیروزه وايي: «دلته بېوزله خلک راځي، دوی د څه د پېرلو وس ان د نیمې ډوډۍ د پېرلو وس نهلري. په خدای قسم همدا اوس د خپل ماشوم د درملنې لپاره لس افغانۍ نهلرم.»
له بلې خوا، د ماشومانو یو جراح چې له ۳۵ کلونو وروسته له جرمني څخه راستون شوی، غواړي چې د ماشومانو د درملنې په برخه کې له دولتي روغتونونو سره همکاري وکړي.
د ماشومان د جراحۍ ډاکتر زلمی توریال وايي: «دلته راته مالومه شوه چې د ماشومانو د جراحي لپاره هېڅ سم امکانات نهشته.»
دا په داسې حال کې ده چې د فراه ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي، پهدې ولایت کې د ماشومانو د درملنې امکان نشته او اړ دي چې خپل ناروغان د درملنې په موخه نورو ولایتونو ته لېږدوي چې له ګڼو مالي ستونزو سره مخ کېږي.
په دې اړه مو اندونه