په تخار کې د ځایي رسنیو یو شمېر مسوولان وايي، اقتصادي ننګونو د دوی فعالیت سخت کړی او له همدې امله پهدې ولایت کې نهو رسنیو خپل فعالیتونه ځنډولي دي.
د رسنیو مسوولان زیاتوي، دوی د خپلو کارکوونکو د معاشونو د ورکړې وس نهلري او که وضعیت همداسې دوام وکړي پهدې ولایت کې به څلور نورې رسنۍ هم خپل فعالیت ودروي.
په تخار کې د یوې ځایي رسنۍ مسوول عبدالسمېع خاوري وايي: «د تخار رسنۍ له مالي ستونزو سره مخ شوې دي، کار کوونکي یې له لاسه ورکړي او فعالیتونه یې ځنډول شوي دي.»
په تخار کې د یوې ځایي رسنۍ مدیر مسوول صدرالدین قونري وايي: «اووه کارکوونکي مو درلودل، د بودجې نهشتون له کبله مو ګڼ شمېر کسانو ته ځواب ورکړ.»
له دې سره هممهاله د خبریالانو او رسنیو فډراسیون وايي، دوی د رسنیو له کارکوونکو د ملاتړ او د دوی د خوندیتوب لپاره نړیوالې ټولنې او سرپرست حکومت ته یو لړ وړاندیزونه کړي چې تر اوسه د دوی له خوا نهدي منل شوي.
د افغانستان د خبریالانو فډراسیون د مشرتابه غړی حجت الله مجددي وايي: «په تېر یو کال کې له ۵۴۴ رسنیو ۲۱۸ یې تړل شوي او له ۱۲ زرو کارکوونکو ۷ زرو یې کارونه لاسه ورکړي.»
خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په اوسني وخت کې له کومو ننګونو سره مخ دي؟
خبریاله پروین اقبالي وايي: «ډېری خبریالان چې بېکاره شوي، نهشي کولای خپلو کورنیو ته لومړني توکي واخلي.»
د افغانستان د ازادو خبریالانو د ټولنې په وینا د اسلامي امارت له بیا ځلې واکمنۍ مخکې څه د پاسه ۲۸۰۰ مېرمنو د افغانستان په رسنیو کې کار کاوه، خو په تېر یوه کال کې کابو ۲۱۰۰ تنو په بېلابېلو لاملونو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.