Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کندوز کې د بادامو په حاصلاتو کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی

د کندوز د کرنې او اوبو لګونې ریاست چارواکي په دغه ولایت کې د بادامو د حاصلاتو له دېرش سلنې زیاتوالي خبر ورکوي.

د دغه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، د وړاندوینې له مخې سږ کال به په دغه ولایت کې ۸۵۰۰ ټنه بادام ترلاسه شي، په داسې حال کې چې تېر کال دغه شمېر د ۶۵۰۰ ټنو په شاخواخو کې وه.

د دوی په وینا د مناسبې هوا، د اصلاح شویو نیالګیو وېش، د معیاري بڼونو جوړول او د نارغیو ضد درملو ورکړه، هغه لاملونه بولي چې ورسره د بادامو حاصلات زیات شوي دي.

د کندوز کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سرپرست عبدالغفار صدیقي وویل:«مناسبه هوا، کرنیزه لارښونه، د ناروغیو ضد درملو وېش، د حاصلاتو د زیاتوالي له دلایلو دي.»

د کندوز کرنې ریاست د کرنیزو توکو آمر محمد منیر نیازي هم څرګنده کړه:«د کندوز ولایت په کچه د کلکسون له لارې ۱۰۴ ډوله بادام دود شوي دي او ډېری تولیدات د چهار درې، قلعه ذال او امام صاحب ولسوالۍ یې لري.»

ورته مهال د دغه ولایت بڼوال د بادامو د حاصلاتو له زیاتوالي خوښ دي، خو د مناسب بازار نشتون تر ټولو ستره ننګونه بولي.

بڼوال عبدالخالق رحیمي وايي:«ان شاالله سږکال د تېر کال پرتله حاصلات ډېر ښه دي. نور کلونه د هوا د سړوالي له امله حاصلات کم وو.»

بل بڼوال امان الله هم وویل:«تېره کال، دوه کاله مخکې، په یوې ونه کې یو من بادام و، خو سږکال دوه تر دوه نیم منه بادام نیولي.»

بل خوا د بادامو لپاره د بازار موندنې په موخه د هوایي دهلېز له لارې بهر ته د دغو توکو پر صادراتو ټینګار کېږي.

د کندوز کرنې ریاست د کرنیزو توکو آمر محمد منیر نیازی څرګندوي:«د کرنې وزارت مشرتابه هڅه وکړه چې د مېوو په څېر چې هوايي دهلیز یې رامنځته کړی، د بادامو لپاره هم هوايي دهلیز رامنځته کړي، په نېغه توګه له افغانستانه نورو هېوادونو ته صادرات ولري.»

افغانستان یو له هغو هېوادونو دی، چې تر ۸۰ سلنه زیات وګړي یې پر کرنه بوخت دي، د مناسبو سړو خونو او بازار نشتون، هغه ننګونې دي چې کروندګر یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

د کندوز د کرنې او اوبو لګونې ریاست د چارواکو په وینا د مناسبې هوا، د اصلاح شویو نیالګیو وېش، د معیاري بڼونو جوړول او د نارغیو ضد درملو ورکړه، هغه لاملونه بولي چې ورسره د بادامو حاصلات زیات شوي دي.

تصویر بندانگشتی

د کندوز د کرنې او اوبو لګونې ریاست چارواکي په دغه ولایت کې د بادامو د حاصلاتو له دېرش سلنې زیاتوالي خبر ورکوي.

د دغه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، د وړاندوینې له مخې سږ کال به په دغه ولایت کې ۸۵۰۰ ټنه بادام ترلاسه شي، په داسې حال کې چې تېر کال دغه شمېر د ۶۵۰۰ ټنو په شاخواخو کې وه.

د دوی په وینا د مناسبې هوا، د اصلاح شویو نیالګیو وېش، د معیاري بڼونو جوړول او د نارغیو ضد درملو ورکړه، هغه لاملونه بولي چې ورسره د بادامو حاصلات زیات شوي دي.

د کندوز کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سرپرست عبدالغفار صدیقي وویل:«مناسبه هوا، کرنیزه لارښونه، د ناروغیو ضد درملو وېش، د حاصلاتو د زیاتوالي له دلایلو دي.»

د کندوز کرنې ریاست د کرنیزو توکو آمر محمد منیر نیازي هم څرګنده کړه:«د کندوز ولایت په کچه د کلکسون له لارې ۱۰۴ ډوله بادام دود شوي دي او ډېری تولیدات د چهار درې، قلعه ذال او امام صاحب ولسوالۍ یې لري.»

ورته مهال د دغه ولایت بڼوال د بادامو د حاصلاتو له زیاتوالي خوښ دي، خو د مناسب بازار نشتون تر ټولو ستره ننګونه بولي.

بڼوال عبدالخالق رحیمي وايي:«ان شاالله سږکال د تېر کال پرتله حاصلات ډېر ښه دي. نور کلونه د هوا د سړوالي له امله حاصلات کم وو.»

بل بڼوال امان الله هم وویل:«تېره کال، دوه کاله مخکې، په یوې ونه کې یو من بادام و، خو سږکال دوه تر دوه نیم منه بادام نیولي.»

بل خوا د بادامو لپاره د بازار موندنې په موخه د هوایي دهلېز له لارې بهر ته د دغو توکو پر صادراتو ټینګار کېږي.

د کندوز کرنې ریاست د کرنیزو توکو آمر محمد منیر نیازی څرګندوي:«د کرنې وزارت مشرتابه هڅه وکړه چې د مېوو په څېر چې هوايي دهلیز یې رامنځته کړی، د بادامو لپاره هم هوايي دهلیز رامنځته کړي، په نېغه توګه له افغانستانه نورو هېوادونو ته صادرات ولري.»

افغانستان یو له هغو هېوادونو دی، چې تر ۸۰ سلنه زیات وګړي یې پر کرنه بوخت دي، د مناسبو سړو خونو او بازار نشتون، هغه ننګونې دي چې کروندګر یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه