Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هره ورځ کندوز کې څه باندې ۵۰۰۰ کسان روغتیايي خدمات تر لاسه کوي

په کندوز ولایت کې هره ورځ تر پنځو زرو زیات کسان د سیارو روغتیایي ډلو له لوري روغتیایي خدمات تر لاسه کوي.

د کندوز عامې روغتیا ریاست مسوولان وایي، د یوه مرستندویه بنسټ په مرسته یې اووه سیارې روغتیایي ډلې جوړې کړي، څو د دې ولایت اوسېدونکو روغتیایي ستونزو ته رسېدنه وکړي.

د دوی په خبره، د دغو سیارو ډلو له خدماتو هره ورځ نږدې ۵۶۰۰ کسان د واکسینو، خوارځواکۍ، درملو وېش، رواني مشورو او نورو خدماتو برخمنېږي.

د کندز ولایت د عامې روغتیا رییس نجیب الله ساحل وايي: «اوس موږ په کندوز کې د دې شاهدان نه یوو چې خلک له ۵ کېلو مټره لرې څخه د روغتیایي خدمتونو لپاره لاړ شي، موږ دا خدمات کور په کور، جومات په جومات او کلي په کلي رسولې دي.»

د بي اف ډبلیو بنسټ ولایتي برخې مسوول هجرت ذکي وايي: «په هره سیمه کې په منځنۍ کچه له ۸۰۰ تر ۱۲۰۰ پورې کسان ژوند کوي چې دا ډله هره ورځ ۵۶۰۰ ناروغان ګوري.»

د یو روغتیایي ټیم غړې تمنا وايي: «پنځه ډوله چوپړتیاوې لرو چې په دې کې رواني، قابله، واکسین او همداسې د خوار ځواکۍ شاملې دي.»

بل‌خوا د کندوز اوسېدونکي د دغو سیارو ډلو له روغتیایي خدماتو خوښ او د پراخېدو غوښتنه یې کوي.

د کندوز اوسېدونکی رحیم‌الله وايي: «له دولته مو غوښتنه ده چې روغتيايي ډلې ډېرې کړي.»

د کندوز یو بل اوسیدونکی محمد انور وایي: «مخکې له دې دلته داسې چوپړتیاوې نه‌وې جګړه وه، موږ له دوې څخه خوشحاله یوو او غواړو چې دوي تل همدلته واوسي او خلکو ته چوپړتیاوې وړاندې کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د کندوز په لرې پرتو سیمو کې ډېر شمېر خلکو د روغتیایي خدماتو له نشتووالي شکایت کاوه او له حکومته یې د دې ستونزې د حل غوښتنه کوله.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه