Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په پکتیا کې د څارویو پوستکي ناروغۍ ډېرېدو خلک اندېښمن کړي

د لمپي سکین په نوم د څارویو پوستکي ناروغۍ په پکتیا ولایت کې ګڼ شمېر کورني څاروي له منځه وړي او دا ناروغۍ د ډېرېدو په حال کې ده چې خلک یې اندېښمن کړي دي.

د راپورونو له مخې، تر دې مهاله د دې ولایت په مرکز ګردېز او نورو ولسوالیو کې لږ تر لږه ۹۰۰ څاروي له منځه تللي دي.

مالداران دا ناروغۍ ګواښوونکې بولي او وايي، که مخه یې و نه نیول شي، دوی ته ته به ګڼ زیانونه واړوي.

څاروی لرونکی شیر محمد وايي: «دا ناروغۍ ساري ده او نورو څارویو ته هم ورځي، لکه د کرونا ناروغۍ په څېر پنځه یا شپږ ورځې تبه لري او وروسته یې پر پوستکي دانې څرګندېږي.»

څاروی لرونکی امیر محمد وایي: «زموږ خپله غوا هم په همدې ناروغۍ اخته ده، خلک دومره توان نه‌لري چې واکسین ورته وکړي.»

په پکتیا کې د مالدارنو په وینا، په داسې حال کې چې دې ناروغۍ په دې ولایت کې سلګونه څاروي له منځه وي، خو د درملنې لپاره یې هېڅ درمل نه‌لري.

څاروی لرونکی خیر محمد وايي: «که چیرې حکومت له خلکو سره مرسته وکړي، څاروي ډېر دي او شاوخوا ولسوالیو کې ډېر څاروي له منځه تللي دي.»

بل‌خوا د پکتیا د کرنې ریاست وايي، که څه هم دا ناروغۍ ځانګړې درملنه نه‌لري، خو پر مالدارانو یو شمېر درمل او ګټور واکسینونه وېشل شوې دي.

د پکتیا د کرنې او مالدارۍ رییس عبدالروف سعید وايي: «زموږ د حیواني روغتیا ریاست یو امریت لري او په بېلابېلو ولسوالیو کې ډاکټران لري او ټولو ډاکټرانو لپاره اړینې لارښوونې هم شوې دي.»

وترنر قیام الدین وايي: «دا ناروغۍ ویروسي ده، درملنه نه‌لري، د دې لپاره چې  دا ناروغۍ په څارويو کې خپره نه‌شي انټي بیوټیک او د حساسیت ضد له درملو باید ګټه واخیستل شي.»

ورته مهال انسانانو ته د دې ناروغۍ د مخنیوي په موخه د ګردېز ښاروالۍ په دې ښار کې د غويي د غوښې پلورل منع کړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه