د مسافر وړونکو شرکتونه یو شمېر مسوولان وايي، هره ورځ نیمروز ولایت ته تر ۱۵۰۰ پورې کسان په ځانګړې توګه ځوانان لېږدوي.
دا ځوانان وايي، د بېروزګارۍ له امله بهرنيو هېوادونو ته ځي.
نوید احمد له یوه کال راهیسې د کار په لټه کې دی، خو بالاخره د کار په موندلو نه بریالی کېږي. اوس یې د سفر موزې په پښو کړي، غواړي چې له کابله تهران ته لاړ شي، خو نه وېزه او نه پاسپورټ لري.
نوموړی طلوعنیوز ته وايي: «کار شته، خو تر څو کې یو کس و نه پېژنې او درته واسطه نهشي کار درته نه درکوي.»
د یوه مسافر وړونکي شرکت مسوول محمد نعیم وايي: «په هر موټر کې ۵۵ کسان ځي، ځینو سره کورنۍ دي او ځینې یې یوازې دي.»
بل لورته يو شمېر مسافر وايي، څو ځله د ایران له خوا را شړل شوي دي.
نقیبالله چې بېرته راشړل شوی وايي: «غواړم قاچاقي لاړ شم، کار وکړم. اقتصاد مو ډېر کمزوری دی.»
یو بل ځوان صادق وايي: «پوهېږم چې د لارې وضعیت ښه نهدی او ستونزې ډېرې دي، خلک ډېر زیات ځورول کېږي، خو بله چاره نهشته، اړ یوو چې لاړ شو.»
بل خوا په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وایي، نږدې یو میلیون افغانان له ایران او پاکستانه په اجباري او داوطلبانه ډول افغانستان ته راستانه شوي دي.
په افغانستان کې د کډوالو د چارو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د اړیکو مسوول پیټر کیسلر وايي: ««په ایران او پاکستان کې څه باندې پنځه مېلیونه افغان کډوال شته، دغه راز په کور دننه د جګړو له امله ۳٫۵ مېلیون تنو له خپلو سیمې بېځایه شوي دي»
د هغو کسانو شمېر څرګند نهدی چې هره ورځ ایران ته په قاچاقي لارو سفر کوي، خو د هغوی په منځ کې یو شمېر داسې کادرونه او تجربه لرونکي کسان هم شته چې د اسلامي امارت له بیا راتګ وروسته بېروزګاره شوي دي.
په دې اړه مو اندونه