Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په فاریاب کې زده‌کوونکي د ویجاړو شویو ښوونځیو ودانیو د بیارغولو غوښتنه کوي

د فاریاب ولایت یو شمېر زده‌کوونکي وايي، د وروستیو کلونو جګړو په پایله کې د دوی د ښوونځيو ودانۍ په کنډوالو بدل شوي دي.

دوی له مسوولو بنسټونو غوښتنه کوي چې دغه ښوونځي بېرته ورغوي.

زده‌کوونکی نیک محمد وايي: «کړکۍ ښیښې نه‌لري او دروازې هم نه‌شته، باید دې ته پاملرنه وشي او بیا ورغول شي.»

په فاریاب ولایت کې یو بل زده‌کوونکی احمد شاکر طلوع‌نیوز ته زیاتوي: «ښوونکي مو هم کم دي او ټکنالوژي ته چې باید دلته ورته لاسرسی ولرو، نه‌شته.»

دغه زده‌کوونکي وایي، د درسي کتابونو او مسلکي استادانو کموالی د دوی بله ستونزه ده.

د حجت‌الله په نوم یو بل زده‌کوونکی وايي: «الحمدلله درس ښه دی، خو د کتابونو، قلمونو او کتابچو له کمښت سره مخ یوو.»

بل‌خوا په فاریاب کې یو شمېر ښوونکي د خپلو یو شمېر نورو ستونزو یادونه کوي.

د المار ولسوالۍ د مرکزي لیسې امر یونس عرب یونس عرب: «د کېمیا، ریاضي او جیولوژي مضمونونو مسلکي د ښوونکو له کمښت سره مخ یوو.»

د فاریاب ځایي چارواکي دا ستونزه مني او وایي، د ښوونځيو جوړېدل او بیا رغول یې په کاري پلانونو کې شامل دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه