Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مزارشریف کې د امنیتي ځواکونو له خوا د کور په کور د پلټنې بهیر پيل

د بلخ امنیې قومندانۍ ویاند وایي، چې په مزارشریف کې د کور په کور تلاشۍ یا پلتڼې بهیر د دغه ولایت د خلکو د امنیت د ټينګښت او د جنايي پېښو د مخنیوي په پار پيل شوی دی.

د بلخ امنیه قومندانۍ ویاند محمد آصف وزیري وویل:«د ښه امنیت او د مزارشریف د خلکو په غوښتنه مو کمېسیون جوړ کړ، چې ټول کورونه په ټولیزه توګه تلاشي شي.»

د مزارشریف ښار په ځینو برخو کې دغو عملیاتو کې ښځینه پولیسې هم برخه لري؛ خو د مزارشریف یو شمېر نور ښاریان بیا وایي چې د ښار په ځینو برخو کې پرته له ښځینه پولیسو تلاشي ترسره کېږي.

د مزارشریف ښار اوسېدونکی الله محمد وايي:«کله چې دوی تلاشي کوي، باید له ځان سره ښځينه پولیسې هم ورسره وي. موږ شاهد یوو چې په ځينو کورونو کې نرینه ځي او ښځينه لوازم ګډوډېږي.»

د مزارشریف ښار اوسېدونکی جمشید مجیدي هم څرګندوي:«موږ له اسلامي امارته غواړو که چېرې په راتلوونکي کې دا ډول بهیر لري، ښځیه طبقه دې هم له ځان سره ولري.»
  
د مزارشریف ښار بل اوسېدونکی محمد ربیع زیاته کړه:«باید مېرمنې ورسره وي، مېرمنې دې د مېرمنو په واسطه تلاشي شي او نرینه د نرینه وو په واسطه.»

ورته مهال د بلخ امنیه قومنداني وایي، د پلټنو پر مهال یې تر دې دمه یو شمېر وسلې او مهمات ترلاسه کړي او زیاتوي چې د دغه بهیر له پای ته رسېدو سره به ټول معلومات له رسنیو سره شریک کړل شي.

کور په کور پلټنه نه یوازې بلخ، بلکې د پلازمېنې په ګډون تر دې دمه ګڼو ولایتونو کې ترسره شوې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه