د نبيزاده مرستندوي بنسټ په بلخ ولايت کې د بېلابېلو ولايتونو اوسېدونکو له ۲۰۰ اړمنو، يتيمانو او بېوزلو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
د دې مرستندویه بنسټ اجرایوي مسوول وایي، دوی به خپلې مرستې نورو ولایتونو ته هم وغځوي.
د نبي زاده مرستندویه بنسټ اجرایوي مسوول احمد نژند رحیمي وايي: «دوو سوو اړمنو کورنیو، متقاعدینو او بېسرپرسته کورنیو ته مو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې مرستې ورکړې.»
د دې ولایت اوسېدونکی غلام رضا وايي، د یوې دولس کسیزې کورنۍ سرپرستي پر غاړه لري او له لسو کلونو را پهدې خوا تقاعد او په کور ناست دی چې دا مهال له سختو اقتصادي ستونزو کړېږي.
نوموړی زیاتوي: «موږ له نبيزاده بنسټ څخه یوه نړۍ مننه کو او له نورو سوداګرو هم هیله لرو چې له خلکو سره مرسته وکړي.»
له بلې خوا یو شمېر نورې بېسرپرسته مېرمنې او له نورو ولایتونو بلخ ته بېځایه شوي کسان هم د نبيزاده مرستندویه بنسټ له مرستو برخمن شول.
بېسرپرسته ښځه زرغونه وايي: «پنځه اولادونه لرم، یو زوی مې بوتلونه راټولوي، ورځ او ژوند مې ډېر سخته تېږي، په کور کې د خوارک لپاره هېڅ نهلرو.»
یو بله اړمنه وايي: «د بچیو پلار تقاعد شوی، بچیان هم هم بېروزګاره دي، د کور هېڅ ګټیالی نهشته.»
یو بل اړمن وایي: «د پکتیا ولایت اوسېدونکی یم، خو اوس په مراز شریف ښار کې اوسم، بېروزګاره یم او هېڅ کار نهشته.»
دغه بنسټ د روان کال له پیله تر دې دمه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ګڼو اړمنو سره مرستې کړې دي.
په دې اړه مو اندونه