Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په لوګر کې د سېلابونو له کبله ۲۵ ښوونځي او ۱۲ مدرسې زیانمنې شوي

د لوګر د پوهنې رياست مسولان وايي، د وروستيو سېلابونو د راوتلو له امله د دې ولايت په مرکز او ولسواليو کې د ۲۵ ښوونځيو او ۱۲ ديني مدرسو ودانۍ زیانمنې شوي او يا هم په بشپړ ډول له منځه تللي.

د دوی په وینا، دا ښوونځي او مدرسې تر ډېره بریده د لوګر ولایت په مرکز، څرخ، خراور، خوښۍ، برکي برک، محمداغې او ازرې ولسوالیو کې زیانمن شوي دي.

د لوګر د پوهنې رييس مولوي جنت ګل عزیز وايي: «د سېلابونو د راوتلو له کبله ۲۵ ښوونځي زیانمن شوي او ځینې یې بېخي د کارولو وړ نه‌دي.»

د دوی په وينا د دې ښوونځیو او مدرسو د ویجاړېدو له امله نږدې دوولس زره زده کوونکي له زده‌کړو بې برخې شوي دي.

په همدې حال د لوګر پوهنې رياست مسوولان له مرستندویو بنسټونو غواړي چې د دغو ښوونځیو او مدرسو د بیارغونې په برخه کې دوی سره مرسته وکړي.

د لوګر د پوهنې رییس زیاتوي: «موږ په‌دې اړه د وزارت له رهبرۍ سره اړیکه نیولې او هغوی ژمنه کړې چې په‌دې برخه کې به له موږ سره اړینه مرسته وکړي.»

ورته مهال يو شمېر ښوونکي او لوګر مېشتي له سرپرست حکومته غواړي چې د دغو ښوونځیو او مدرسو د بیارغونې په موخه لاس په کار شي.

د حصارک لېسې امر نور اغا وايي: «په‌دې ښوونځي کې د لومړنۍ دورې اته ټولګي دي او همداراز د هلکانو درسي کتابونه هم له منځه تللي.»

ښوونکی روح‌الله وايي: «درسي پروګرام شاته پاتې شوی، نږدې دوه اوونۍ کېږي چې ټول ښوونکي حاضرېږي، خو زده‌کوونکي نه‌شته.»

د لوګر اوسېدونکی جمیل احمد وايي: «نه یوازې درسي سېسټم زیانمن شوی، نورو سېسټمونه هم ویجاړ شوي دي.»

دا په داسې حال کې ده چې وروستيو سېلابونو ددې ولایت خوښۍ ولسوالۍ اوسېدونکو ته د ځاني زيانونو تر څنګ ګڼ مالي زيانونه هم اوړلي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه