ارزګان کې تر شپږم ټولګي ښکته زده کوونکې نجونې وایي، د ښوونکو او کتابونو نشتون یې درسي بهیر ټکنی کړی دی. د دوی په خبره که وضعیت همداسې دوام وکړي، ښایي ښوونځي یې پر مخ وتړل شي.
ارزګان کې د ښوونیز کال له پیله شپږ میاشتې تېرېږي، خو لا تر اوسه هم تر شپږم ټولګي ښکته زده کوونکې نجونې کتابونه او نور درسي توکي نه لري.
د شپږم ټولګي زده کونکې مروا وايي:«زموږ لومړۍ ستونزه دا ده چې ښوونکی نه لرو په ټول ښوونځي کې څلور یا پنځه ښوونکي دي حیران دي چې کوم ټولګي ته ولاړ شي.»
د شپږم ټولګي زده کونکې مدینه هم څرګندوي:«سهار راځو او بېرته ځوو ډېر لږ درس وایوو، درس هم نشته خو بیا هم موږ راځوو چې درس ووایوو.»
یو شمېر نورې زده کوونکې بیا د ښځینه ښوونکو نشتون د خپلو زده کړو پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ بولي او په خبره یې که سرپرست حکومت دې چارې ته پاملرنه ونه کړي، ښوونځي به یې پر مخ وتړل شي.
د شپږم ټولګي زده کونکې مریم وویل:«درس نشته، ډېر کم دی او زموږ ډېری ښوونکي کم دي یو سر ښوونکی دی او څلور ښوونکي.»
بل خوا د پوهنې سرپرست وزیر د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ دغه ولایت ته د خپل سفر پر مهال ډاډ ورکړ چې د ښځینه ښوونکو او کتابتونو نشتون ستونزې ته به رسېدنه وکړي.
د پوهنې سرپرست وزیر نور الله منیر وویل:«د ښوونکو د ګومارلو لپاره موږ ډېرې هڅې وکړې څو ورځې مخکې مو د ټولو افغانستان په کچه د زرو بستونو لپاره ازموینه واخیسته.»
دا اندېښنې داسې مهال را پورته کېږي چې څه موده وړاندې د یاد ولایت د پوهنې ریاست مسوولینو خبر وکړ چې څه باندې ۲۵۰ زره ټوکه کتابونه د دوی په واک کې ورکړل شوي او ژر به یې د وېش بهیر پیل کړي چې لا تر اوسه عملي شوی نه دی.
په دې اړه مو اندونه