Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په هرات کې زده‌کوونکو خپل جوړ شوي روباټونه نندارې ته وړاندې کړل

لسګونو روباټ‌جوړونکو نجونو او هلکانو خپل جوړ شوي روباټونه د هرات ښار په یوه نندارتون کې نندارې ته وړاندې کړل.

دغه زده کوونکي چې د روباټ جوړولو په برخه کې زده کړه کوي، وايي، هڅه کوي چې لا پرمختللي روباټونه جوړ کړي. دوی هیله لري چې وکولای شي د افغانستان په استازیتوب د رباتیک په نړیوالو سیالیو کې ګډون وکړي.

یوه زده‌کوونکې مهسا جعفري وايي: «له روباټ جوړولو سره مینه لرو او غواړم پر مخ یې یوسم، ځکه ډېر په زړه ‌پورې دي او غواړم په راتلونکي کې نور هم جوړ کړم.»

یوه بله زده‌کوونکې نګار رضايي وايي: «تر دې روباټ لاندې ګیلاس ږدو او په څو ثانیو یې ګیلاس پېژني او چای په‌کې اچوي. کله چې ګیلاس لرې کړو، بېرته شاته ځي.»

له ډېری دغو روباټونو د تفرېح لپاره کار اخیستل کېږي.

دغه زده کوونکي وایي، که د پرمختللو ربات جوړولو د زده کړې زمینه ورته برابره او د اړتیا وړ امکانات ورته برابر شي، پرمختللي او کارنده رباتونه به جوړ کړي.

زده کوونکی  میثم وايي: «دا د رادار سېسټم دی او کله چې یو ځای ته لاړ شي، کولای شي خپله پته موږ ته وښي.»

زده کوونکی محمد حسن اکبري وايي: «د اسلامي امارت او خلکو ملاتړ چې ولرو کولای شو، ډېر روباټونه جوړ کړو او په نړیوالو سیالیو کې ګډون وکړو او ویاړ تر لاسه کړو.»

په هرات کې کابو شپږ زره زده کوونکي د ربات جوړولو په برخه کې په زده کړو بوخت دي چې څه د پاسه شپېته سلنه یې نجونې دي.

د مراسمو جوړونکی سید محمد حسیني وايي: «یو شمېر زده‌کوونکو روبوټونه وکارول چې د صنعتي دستګاوو غوندې و او یا هر یو یې یو کار تر سره کاوه چې د صنعتي دستګاوو د تازه کولو لپاره ترې کار اخیستل کېږي.»

په تېره یوه لسیزه کې په هېواد کې ربات جوړونې ودن کړې ده. د هېواد ربات جوړونکو نجونو په تېرو کلونو کې نړیوالې جایزې وګټلې او په هېواد کې له بدلونونو وروسته بهر ته ولاړې.

دا نجونې اوس په امریکا او قطر کې دي او د افغان نجونو په استازیتوب په نړیوالو سیالیو کې ګډون کوي.

د هېواد ربات جوړونکو نجونو په تېرو کلونو کې نړیوالې جایزې وګټلې او په هېواد کې له بدلونونو وروسته بهر ته ولاړې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه