Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بدخشان کې څه باندې ۱۰۰ ښځینه پولیسې خپلو دندو ته ستنې شوي

د بدخشان امنیې قوماندانۍ مسوولان وايي، له سلو ډېرې ښځینه پولیسې یې بېرته په خپلو دندو ګمارلي دي.

د دوی په خبره، دا مهال لسګونه ښځینه پولیسې چې د پخواني حکومت پر مهال یې دنده ترسره کوله، بېرته خپلو دندو ته راستنې شوې دي.

د بدخشان امنیې قوماندان عبدالحق ابو عمر وايي: «د افسر او ساتنمن په کچه نږدې ۲۰ یا ۲۵ کسان او ۷۰ تر ۸۰ سربازانې لرو.»

دا ښځینه پولیسې په ځینو دولتي بنسټونو او همداراز کور په کور تلاشۍ کې دنده پر مخ وړي.

یوه پولیسه خالده وايي: «موږ د جنايي په حیث د مجرم نیولو لپاره کورونو ته دننه ځو.»

یوه بله پولیسه ګل جان وايي: «کور تلاشي کوو، مجرمې ښځې نیسو او جنايانو ته یې تسلیموو.»

یو شمېر ښځینه پولیسې له سرپرست حکومته غواړي چې په نورو دولتي ادارو کې دې هم ښځو ته د کار کولو اجازه ورکړي.

پولیسه معشوقه وايي: «له اسلامي امارته مو غوښتنه ده چې ټولو ښځو ته اجازه ورکړي چې خپلو دندو ته ستنې شي.»

واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته، ډېر شمېر ښځې په ځانګړې توګه هغه مېرمنې چې په دولتي بنسټونو کې یې دندې پر مخ وړلې، په کور کېناستلې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه