Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

یو افغان ډاکټر د هغو ماشومانو وړیا درملنه کوي چې شونډې یې ټوټه دي

یو افغان ډاکټر چې تازه له ترکیې هېواد ته راستون شوی، په کندوز کې په وړیا ډول د  هغو ۱۵۰ ماشومانو درملنه کوي چې شونډې یې ټوټه شوي او یا هم په سوء شکل ناروغۍ اخته دي.

دغ ډاکټر وایي، له دې کاره یې موخه له اړمنو کسانو سره مرسته او لاسنیوی دی.

د ښکلا جراحۍ متخصص غفار غیور وايي: «د لب‌چاک او کام‌چاک ناروغانو د درملنې لپاره زه له ترکیې نه دلته کندوز ته راغلی یم او موږ په پلان کې لرو چې ۱۵۰ ماشومان عملیات کړو.»

ورته مهال یو شمېر کسان چې د دغه ډاکټر له لوري یې د ماشومانو درملنه شوې، خوښ دي.

ناروغ لرونکی معصوم جان وايي: «دا لب‌چاک و، موږ یو خصوصي روغتون ته وړی و، هغوی ویل چې پنځوس زره افغانۍ لګښت پرې راځي.»

ناروغ لرونکې نور بي بي وايي: «زما د زوی کمکۍ ژبه بنده ده، خبرې نه‌شي کولای، زموږ اقتصاد کمزوری دی، دلته مې راوړ، ډاکټران یې وړیا درملنه کوي.»

په وروستیو میاشتو کې هېواد کې د بې‌روزګارۍ او بې‌وزلۍ له زیاتېدو سره سم، ډېری کورنۍ د خپلو ناروغانو د درملنې وس نه‌لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه