Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بدخشان کې د زده کړیالانو له خوا د سړک پر سر د کتابونو د نندارتون جوړېدل

(راځئ کتاب ولولو او ټولنه له ناپوهۍ وژغورو) تر عنوان لاندې د کتابونو یو ورځنی نندارتون د بدخشان پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي د زده کړیالانو له لوري جوړ شوی دی.

د ژورنالیزم پوهنځي د خبریالۍ څانګې آمر جعفر طیار وايي:«دا نندارتون د کتاب لوستلو لپاره د ځوانانو د هڅولو او تشویقولو لپاره دی.»

د دغه نندارتون جوړونکي وایي، له دې کاره یې موخه د ځوانانو، فرهنګپالانو او زده کړیالانو تر منځ د کتاب لوستلو کلتور دودول دي.

نندارتون جوړونکې شهره تمنا څرګندوي:«اوس د نجونو روحیه ډېره خرابه ده او موږ وغوښتل دا د هغو کسانو لپاره یوه انګېزه وي چې له زده کړو او درس پاتې دي او همدارنګه هغو زده کړیالانو ته چې خپله روحیه یې له لاسه ورکړې ده.»

د نندارتون بل جوړونکې بشرا مجددي هم وايي:«کتاب لوستل د خلکو د زده کړیالانو په منځ کې دود شي، همدارنګه د دې لامل شي چې زده کوونکي او زده کړیالان مطالعې ته مخه کړي.»

له دې سره هم مهاله، یو شمېر ښځینه محصلینې چې په دغه نندارتون کې یې ګډون کړی، له سرپرست حکومته غواړي چې مېرمنو ته د کار او زده کړو زمینه برابره کړي.

محصله سامعه فرهمند وايي:«د اسلامي امارت له دولته غواړو چې د ښوونځیو دروازې د نجونو پر مخ خلاصې کړي چې نجونې وکړای شي درس ووايي.» 

بله زده کړیاله فهیمه عمرخېل هم څرګندوي:«له دولته زموږ غوښتنه دا ده چې د زده کوونکو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي.»

په همدې حال د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس وایي، دغه ولایت کې د ځوانانو تر منځ د کتاب لوستلو فرهنګ بیاځلي وده کړې ده.

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معزالدین احمدي په دې هکله وویل:«د کتاب د نندارتون له جوړېدو سره موږ وتوانېدو چې په بدخشان کې الحمد الله نن د مطالعې ډېر اهل ولرو.»

ویل کېږي چې په دغه نندارتون کې سلګونه ټوکه بېلابېل سیاسي، ټولنیز، دیني، اقتصادي او فرهنګي کتابونه نندارې ته اېښودل شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه