Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د "نوي لید" جشنواره؛ په بادغیس کې مستندو پېښو ته کتنه

د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو کې د "نوي لید" په نوم جشنواره کې درې فلمونو نندارې ته وړاندې شول.

د دې فلمونو اصلي منځ‌پانګه په تېرو شلو کلونو کې د هوایي بریدونو پر مهال د ملکي خلکو په نښه کول، د ځنګلونو پرې کول او له هېواده د خلکو تېښته وه چې نندارې ته وړاندې شوه.

د پیوند بنسټ ولایتي مسوول سمیع قادري وايي: «په وروستیو کې چې په بالامرغاب کې جګړې شوې وې، تر ډېره بریده په‌کې د امارت او تېر حکومت کسانو او عامو وګړو ته تلفات رسېدلي وو.»

یو شمېر فلم جوړوونکي وایي، که یې ملاتړ وشي کولی شي راتلونکي کې لا ښه او محتوا لرونکي فلمونه جوړ او نندارې ته وړاندې کړي.

فلم جوړونکی نورالله افغان وايي: «موږ په بادغیس کې د سینما په برخه کې کار کوو، ډېرې ستونزې لرو، د بېلګې په ډول د فلم اخیستلو یوه کمره نه‌لرو.»

فلم جوړونکی سید قربان سادات وايي: «اوس په بادغیس کې هنر د پرځېدو او ځوړ په حالت کې دی.»

په همدې حال د بادغېس د اطلاعاتو او کلتور ریاست دا پروګرام ازښتناک یادوی او له هنرمندانو سره یې د لا زیاتو سهولتونو د برابرولو ژمنه وکړه.

د بادغېس د اطلاعاتو او فرهنګ رییس باز محمد سروري وايي: «ان‌شاء الله موږ له هغوی کلک ملاتړ کوو او زمینه ورته برابروو چې هغوی هم یو څه ولري او خپل هنر نندارې ته وړاندې کړي.»

د "نوي لید" جشنواره چې تر دې وړاندې په کابل کې جوړه شوې وه، له څلوېښتو لنډو فلمونو بادغېس پنځم ځای خپل کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه