Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د تخار اوسېدونکي د «چشمه تاریخي» تفریحي ځای د بیارغولو غوښتنه کوي

د تخار ولایت یو شمېر اوسېدونکي وایي، د خواجه خضر نبي چشمه یا چینه چې په‌دې ولایت کې له لرغونو تفریخي ځایونو څخه ګڼل کېږي، له کلونو راهیسې نه‌ده رغول شوې او اوس یې د رغولو غوښتنه کوي.

دې تفریحي سیمې لیدو ته د تخار ولایت پر اوسېدونکو سربېره، د پلازمېنې په ګډون له یو شمېر نورو ولایتونو هم خلک ورځي.

د خواجه خضر نبي چینې د ساتنې او پالنې مسوول سنګي محمد وايي: «ټوله ورځ دلته له مزار، کابل، کندهار، هرات، پاکستان او ټولو ځایونو نه دلته راځي.»

د تالقانو اوسېدونکی احمد ولید وايي: «په تخار ولایت کې یو سیاحتي ځای همدا دی او له ټول ولایته دلته مېلمانه راځي، دا چینه چې ډېر لرغونی تاریخ لري، زموږ نیکونه یې په اړه کیسې کوي.»

د تخار یو شمېر اوسېدونکي په دې سیمه کې پر سیلانیانو خوراکي توکي پلوري او له دې لارې ښه عاید لري.

د تالقانو اوسېدونکی محمد نعیم وايي: «دا د تخار ولایت او نږدې ولایتونو لپاره تاریخي او تفریحي ځای دی. د اوبو تالاب، د کبانو پخولو او کورنیو خوړو پخولو ځای چې تاسو ته ښکاري، ځانګړې پاملرنه ورته نه‌ده شوې.»

د سیمې اوسېدونکی قدرت الله وايي: «دلته د موټرو مینځولو ځای لرم، د پارکېنګ لپاره یې اجازه اخلو، دولت هېڅ وخت یوه تیږه پر بلې نه‌ده ایښې.»

په همدې حال د تخار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وایي چې د دې تفریحي سیمې د رغونې په پار یې بودجه په پام کې نیولې ده.

د تخار د اطلاعاتو او کلتور رییس انصارالله انصاري وايي: «هېوادوالو ته یو زېری ورکوم چې د ۱۴۰۱ کال په بودجه کې د زوړ ښار چینې سیمې ترمیم او بیارغول هم په پام کې نیول شوي چې په سم او سټنډرډ ډول جوړه شي، څو زموږ هېوادوال وتوانېږي چې له سیمې غوره ګټه پورته کړي.»

تخار د هېواد یو له شمال ختیځو ولایتونو دی چې ډېری تاریخي او تفریحي ځایونه لري او هر کال ګڼ سیلانیان د دغه ولایت له تاریخي او تفریحي ځایونه لیدنه کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه