په بدخشان ولایت کې یو شمېر نجونې زدهکوونکې له اسلامي امارته غوښتنه کوي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانیزي.
دا زده کوونکې وایي، له روحي او رواني فشارونو د خلاصون په موخه یې شخصي کورسونو ته مخه کړې ده.
د لسم ټولګي زده کوونکې ارزو وايي: «هر ماشوم او هره افغان نجلۍ حق لري چې د خپل ځان او کورنۍ لپاره درس ووايي.»
د یوولسم ټولګي زده کوونکې شهره وايي: «موږ ته وضعیت ناراحت کوونکی دی، موږ هېڅ امید نهلرو چې نور خپلو درسونو ته دوام ورکړو.»
یو شمېر نورې نجونې زدهکوونکې وايي، د ښوونځیو د بندېدو له امله په روحي او رواني ناروغیو اخته شوې دي.
د اووم ټولګي زده کوونکې صدره وايي: «په کورسونو کې د درس ویلو توان نهلرو، یو کال شو چې ښوونځي نهدي پرانیستل شوي، موږ له رواني ستونزو سره مخ شوي یوو.»
بل خوا د دغه ولایت یو شمېر مدني فعالان او دیني عالمان هم د نجونو زده کوونکو له دې غوښتنې ملاتړ کوي.
مدني فعال ظاهر دانش وايي: «که د ښوونځیو دروازې خلاصې نه شي، درته ویلای شم چې افغانستان د بحران لور ته ځي.»
مدني فعاله تمنا امیني وايي: «که ښځې تعلیم و نهکړي، ښوونکی، ډاکټر، انجنیر او په ټولنه کې لوستې ښځې نه وي.»
بل خوا د بدخشان یو شمېر اوسېدونکي او دیني عالمان د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو تړل کېدل د هېواد د راتلونکي په زیان بولي.
دیني عالم محب الله شریفي وايي: «زموږ خویندې باید په دې پرمختللي وخت کې وکولای شي سمې زدهکړې وکړي.»
د بدخشان اوسېدونکی زمری ناصري وايي: «که حقونه یې ور نهکړل شي، ټولنه به یو ډول ځوړ سره مخ شي.»
ورته مهال د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وایي، تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو پرانیستل د اسلامي امارت د مشرانو په تصمیم پورې اړه لري.
د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس معزالدین احمدي وايي: «که اسلامي امارت پرېکړه وکړي چې د ښوونځیو دروازې پرانیزي، د بدخشان سیمهییز چارواکي چمتو دي او هېڅ ستونزه نهلري.»
دا په داسې حال کې ده چې د یوه کال په تېرېدو سره لا هم تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر وړاندې ښوونځي نه دي پرانیستل شوي، دا چې کله به پرانیستل کېږي، روښانه نه ده.
په دې اړه مو اندونه