Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په بادغیس ولایت کې د شاتو تولید څلوېښت سلنه ډېر شوی

د بادغېس د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي، سږ کال په‌دې ولایت کې د شاتو تولید څلوېښت سلنه ډېر شوی دی.

د دې ریاست د معلوماتو له مخې، روان کال په‌دې ولایت کې د شاتو حاصلات پنځو ټنو ته رسېږي.

د بادغېس کرنې ریاست د مالدارۍ برخې مدیر عبدالحلیم حلیم‌زاد وايي: «د تېر کال پرتله ۳۰ یا ۴۰ سلنه ډېروالی راغلی دی. تېر کال موږ شاوخوا د څلور ټنو شاتو تولید درلوده او سږ کال موږ نږدې څلور ټنه او ان پنځه ټنه تولید کړی دی.»

د بادغیس یو شمېر نور اوسېدونکي هم سږ کال د شاتو حاصلاتو زیاتوالي ته خوښ دي.

د مچیو فارم لرونکی سید ابراهیم وايي: «زموږ پانګه له شل زرو نه پیل شوه، موږ دوه کندوان درلودل، اوس ۳۵ کندوان لرو او سرمایه مو درې نیم لکو ته رسېدلې ده.»

د مچیو فارم لرونکی شفیق‌الله وايي: «شاوخوا څلور کاله کېږي چې مچې ساتم، له خپل کسب نه الحمدلله راضي یم.»

د بادغېس د کرنې او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، دا مهال دغه ولایت کې د شاتو مچیو څه باندې سل فارمونه شتون لري او د یوې کیلو شاتو بیه له پنځه سوه افغانیو دوه زرو ته لوړه شوې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه