Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هرات کې د انځورګرو نجونو د نقاشۍ پنځونې نندارې ته کېښودل شوې

هرات کې پنځلسو انځورګرو نجونو خپلې پنځونې په یوه نندارتون کې نندارې ته کېښودې.

دا نجونې وایي، چې په دغو انځورونو کې یې خپلې وړتیاوې نندارې ته وړاندې کړې دي.

انځورګره کوثر عمر وايي:«حتا ویلي یې وو چې نقاشي ونه کړو؛ خو نه هر څه روان دي نقاشۍ، کارونه ټول په سمه توګه او د تېر په څېر روان دي.»

هنرمنه الناز فروتن څرګندوي:«په دې لار مصمم یوو چې خپل هنر ته دوام ورکړو.»
 
د دغه نندارتون جوړونکي وايي چې د دغه نندارتون د جوړېدو موخه د ښځو لپاره د انګېزې رامنځته کېدل دي.

د نندارتون جوړونکی عبدالکریم ارباب زاده وايي:«کابو درې میاشتې کېږي چې د زموږ هنرمنو ښځو د نقاشۍ په تابلو کار کړی دی، موږ د اطلاعاتو او کلتور له لارې نندارتون درلود د ایران په مشهد کې مو نندارتون درلود درې نندارتونونه مو په تهران کې لرل چې ډېر ښه وځلېدل.»

د نندارتون بله جوړونکې صاعقه جمشدي هم څرګندوي:«د دغه نندارتون د جوړېدو موخه دا وه چې موږ هغو نجونو ته انګېزه وکړو چې کولای شي اوس هم مخته ولاړې شي.»

بلخوا، د دغو هنري پنځونو لیدونکي د دغه کار ستانیه کوي او وايي چې د دا ډول نندارتونونو جوړول په ټولنه کې د ښځو حضور ښيي.

ننداره کوونکې شهیره الهامي په دې هکله وویل:«د دا ډول نندارتونونو جوړول چې د ښځو له خوا وي کولای شي چې په ټولنه کې د ښځو د حضور په هکله اغېزناک وي، څرګنده کړه چې ښځې کولای شي چې په ټولنه کې حضور ولري.»

بله ننداره کوونکې فاطمه کریمي هم وايي:«واقعاً د خوښۍ ځای دی چې په داسې شرایطو کې دا ډول نندارتون جوړ کړي او خپلې وړتیاوې څرګندې کړي.»

د هرات سیمه ییز مسوولان په دغه ولایت کې له هنري فعالیتونو د ملاتړ ډاډ ورکوي.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رییس نعیم الحق حقاني طلوع نیوز ته وویل:«په هرات ولایت کې د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور ریاست ځان مکلف ګڼي چې له هنر او هنرمن څخه په بشپړه توګه ملاتړ وکړي او زمینه ورته مساعده کړي.»

وروستیو کلونو کې هرات کې د انځورګرۍ هنر ښه وده کړې ده. سلګونه هنرمندان چې ډېری یې مېرمنې او نجونې دي، په هنري فعالیتونو بوخت دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه