Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

غور کې نجونې د ښوونځیو د پرانیستو غوښتونکې شوې

غور کې یو شمېر زده کوونکې نجونې له اسلامي امارته غواړي چې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو دروازې پرانیزي.

دغه زده کوونکې وایي، چې د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو د نه پرانیستو له امله به په هېواد کې د بې سوادۍ کچه لوړه شي.

د یولسم ټولګي زده کوونکې راضیه وايي:«موږ خو زده کړې کوو په دې معنا دي چې ټوله ټولنۍ پرمختګ کوي او کله چې موږ زده کړو بې برخې شوو ټولنه په ماتې محکومېږي.»

د دوولسم ټولګي زده کوونکې عیدا ګل هم وویل:«باید زموږ د ښوونځیو دروازې پرانیزي چې موږ ښوونځیو او خپلو زده کړو ته ستنې شوو، چې ټولنه پرمختګ وکړي ژوند هم ښه کېږي موږ ټول له نالوستۍ کړېږو.»

ورته مهال یو شمېر دیني عالمان او ښوونکي هم زده کړه پر نارینه او ښځینه فرض ګڼي او زیاتوي چې ښځې د ټولنې په پرمختګ کې مهمه ونډه لري.

دیني عالم مولوي شجاع الدین محمدي څرګندوي:«تر هغې کچې چې په دیني او شرعي مکلفیتونو پوه شي فرض دی چې هم ښځې او هم نجونې علم ترلاسه کړي.»

بل خوا د غور د اطلاعاتو او کلتور ریاست سرپرست وایي، اسلامي امارت هڅه کوي چې د یوې تګلارې په جوړولو سره نجونې وکولی شي زده کړو ته دوام ورکړي.

 د غور د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي محمد حماس وویل:«دا یو واقعیت دی چې د ښوونځیو تړل کېدل یوه ننګونه ده؛ خو د اسلامي امارت چارواکي په دې فکر کې نه دي چې د ښوونځیو تړل پاتې کېدل، د وخت له تېرېدو سره کار کوي چې طریقه او زمینه برابره کړي چې ښځه او نر وکړای شي ښوونځیو ته ولاړ شي.»

تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر وړاندې د ښوونځيو له تړل کېدو څه باندې یو کال تېرېږي، خو له پرله پسې غوښتنو سره سره، لا هم د نجونو پر وړاندې ښوونځي نه دي پرانیستل شوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه