Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د نجونو د ښوونځیو د پرانیستې لپاره د غوښتنو دوام

د بغلان د پوهنې ریاست مسوولان وایي چې د دیني زده کړو تر څنګ د عصري زده کړو کول هم د ټولنې جدي اړتیا ده.

د دغه ریاست چارواکي زیاتوي چې زده کړې د نجونو حق دی او د نجونو د منځینو ښوونځیو او لېسو د پرانیستو لپاره چمتووالی لري.

د پلخمري ښار د معارف امر مولوي عبدالرقیب حقاني وايي:«لکه څرنګه چې د قران او حدیث علم فرض دی د نورو علومو زده کړه لکه طب هم واجب ده.»

د بغلان د پوهنې رییس محمد نور عزیزي هم وویل:«له سپین ږیرو زموږ غوښتنه دا ده چې له موږ سره یوځای هڅه وکړي چې زموږ خویندې درس ووایي.»

بلخوا په بغلان کې ځينې ښوونکي وايي چې زده کوونکې نجونې د زده کړو دوام ته لېواله دي او حکومت باید د دغو زده کوونکو پر مخ د ښوونځيو دروازې پرانیزي.

د ګوهرشاد بیګم لېسې مدیره صالحه وردګ وايي:«له اسلامي امارته زموږ غوښتنه دا ده چې د نجونو په مخ دې زده کړې او تعلیم بند نه کړي.»

زده کوونکې رقیه هم څرګندوي:«د ښوونځیو دروازې باید د نجونو پر مخ پرانیستل شي چې هغوی زده کړې وکړي. یوه ټولنه له ښځې پرته معنا نه لري.»

یو شمېر نجونې زده کوونکې چې دا مهال په شپږم ټولګي کې دي، د خپل راتلونکي په اړه اندېښمنې دي.
 
زده کوونکې خدیجه وايي:«په شپږم ټولګي کې یم او اندېښمنه یم چې اوم ټولګی څه ډول ووایم او نورې زده کړې څه ډول وکړم.»

بلې زده کوونکې مهران هم وویل:«اندېښمنه یم که چې شپږم ټولګی خلاص کړم څه وکړم که له خپلو زده کړو لرې شم، له یاده مو وځي.» 

وروستیو کې یو ځل بیا تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د پرانیستو په اړه غوښتنې زیاتې شوې دي. اسلامي امارت هم د نجونو ښوونځیو د پرانیستو په اړه له هلو ځلو خبر ورکوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه