Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

یونېسف په هلمند کې ۳۰ زره زده کوونکو ده د زده کړو زمینه برابره کړې

د ملګرو ملتونو سازمان له ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف د هلمند په پنځلسو ولسوالیو کې ۸۸۹ سیمه ییز ټولګي فعاله کړي دي.

مسوولان وایي، د دغو سیمه ییزو ټولګیو په جوړېدو سره د نجونو په ګډون څه باندې ۳۰ زره  زده کوونکو ته د زده کړو زمینه براره شوې او همداراز نږدې ۹۰۰ ښوونکي په دندو ګومارل شوي دي.

په همدې حال د هلمند د پوهنې ریاست مسوولین هم د یونېسف دا ګام ستايي او په خبره یې هڅه کوي چې په نورو سیمو کې هم ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره کړي.

د پوهنې او ظرفیت لوړونې بنسټ د څارنې آمر مولوي آقامحمد همتیار وايي:«موږ په ټول کې په هلمند ولایت کې ۸۹۷ سیمه ییز ټولګي لرو چې په دغو ټولګیو کې زده کوونکي هلکان او نجونې په درس بوخت دي.»

بلخوا د هلمند د پوهنې ریاست چارواکي وايي چې د مرستندویه بنسټونو په همکارۍ، په دغه ولایت کې به د زده کړو بهیر ښه شي.

د هلمند د پوهنې رییس مولوي محمد عوض انصاري وویل:«په هلمند کې د سیمه ییزو ټولګیو جوړېدل د پوهنې ریاست له تفاهم سره شوی دی.»

ورته مهال د هلمند د پوهنې ریاست مسوولان د دغو سیمه ییزو ټولګیو له جوړېدو هرکلی کوي او ډاډ څرګندوي چې د مرستندویه بنسټونو په مرسته به د دغه ولایت د ښوونیز بهیر د پیاوړتیا په برخه کې لا کوټلي ګامونه اوچت کړي.

د هلمند اوسېدونکی حافظ نصرت څرګنده کړه:«د هلمندي زده کوونکو لپاره د سیمه ییزو ټولګیو جوړېدل یو ښه ګام دی.»

د هلمند بل اوسېدونکی محمد اسماعیل وفا هم وايي:«هلمند کې د کابو ۹۰۰ سیمه ییزو ټولګیو جوړېدل د هلمندي ماشومانو لپاره یوه ستره لاسته راوړنه ده.»

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق یو شمېر هغو ولایتونو کې چې ماشومان یې تېرې دوه لسیزې د جګړو له امله له زده کړو محروم وو، د سیمه ییزو ټولګیو د جوړېدو لړۍ پیل کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه