Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مسوولان وايي په هرات ولایت کې د بهرنیو سیلانیانو شمېر ډېر شوی

د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولان وروستیو میاشتو کې دې ولایت ته د بهرنیو سیلانیانو له ډېرېدو خبر ورکوي.

د مسوولانو په خبره، په تېرو شپږو میاشتو کې څه باندې زر تنه بهرني سیلانیانو د دې ولایت له تاریخي سیمو او لرغونو ابداتو لېدنه کړې ده.

د هرات د اطلاعاتو او کلتور رییس نعیم‌الحق حقاني وايي: «سیلانیان له ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان تر څنګ له امریکا، فرانسې، انګلستان، ایټالیا، اسپانیا، اندونیزیا او ټایلنډ راغلي.»

جوشافر یو برېټانوی سیلانی دی چې د هرات له موزیم لېدنه کوي. نوموړی دوه اونۍ وړاندې هېواد ته راغلی دی او غواړي چې د افغانستان تاریخي او لرغوني ځایونه وویني.

هغه درې کاله وړاندې، هغه مهال چې نوموړي د یوې رسنۍ لپاره د تصویر اخیستونکي په توګه کار کاوه، هلمند کې له برېټانوي ځواکونو سره له جګړو او ورانیو پرته بل څه نه وو لیدلي.

برېټانوی سیلاني جوشافر وايي: «کله چې دلته د کار لپاره راغلی وم، د افغانستان لیدل واقعاْ نا ممکنه وو. موږ به په موټرو کې بېلابېلو سیمو ته سفر کاوه او د یوه غله په څېر به پټ ګرځېدو. ډېر چټک به مو ځان یو ځای ته ورساوه، تصویرونه به مو واخیستل او بېرته به را وتښتېدو. اوس غواړم افغانانو سره د خبرو کولو فرصت ولرم، شاوخوا وګرځم او ټول هغه تاریخي ځایونه چې تر دې وړاندې مې نه وو لیدلي، ووینم.»

ورته مهال د هرات اوسېدونکي وايي، هرات ته د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو موخه تر ډېره د دغه ولایت له تاریخي ځایونو لیدنه ده.

د هرات اوسېدونکې مرجان وفا وايي: «زموږ ډېری لرغونې منظرې ویجاړې شوې، د سیلانیانو د جذب لپاره اړتیا ده چې دولت دا ځایونه بېرته جوړ کړي.»

د هرات یوه بله اوسېدونکې فاطمه رمزي وايي: «دولت باید هڅه وکړي او په‌دې برخه کې باید برنامه ولري، څو په افغانستان کې د ګرځندويۍ صنعت وده کړي.»

هرات کې یو شمېر فرهنګ‌پالان وایي، د جګړې له کلونو یعنې پنځوس شاوخوا پنځوس کاله وړاندې افغانستان ته د بهرنیو سیلانیانو د راتګ کچه خورا لوړه وه.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د شمېرو له مخې، په تېرو شپږو میاشتو کې څه باندې دوولس زره کورني او بهرني سیلانیانو د دې ولایت له تاریخي سیمو لېدنه کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه