د بامیان ولایت سیمهییز مسوولان پهدې ولایت کې لرغوني او تاریخي غلغلې ښار ته د سیلانیانو د ورتګ له ډېروالي خبر ورکوي.
د دوی په خبره، د روان کال له پیله تر دې دمه څه باندې دری زره کورني او بهرني سیلانیانو د دې ښار لېدو ته ورغلي دي.
د غلغلې ښار د ټکټونو د وېش مسوول سید علي موسوي وايي: «د کال له پیله تر دې دمه شاوخوا درې زره کسان د دې لرغوني ښار لېدو ته راغلي چې ۲۵۰ کسان یې بهرني سیلانیان او نږدې ۲۷۵۰ کسان یې کورني سیلانیان دي.»
له بلې خوا، یو شمېر سیلانیان وايي، د غلغلې ښار چې په بامیانو کې یو له لرغونو او تاریخي ښارونو شمېرل کېږي او د یونسکو له لوري د فرهنګي میراث په توګه ثبت دی، لېوالتیا لري چې دا لرغونې او تاریخي سیمه له نږدې وګوري.
سلاني عبدالحکیم وايي: «دلته راغلی یم چې د غلغلې ښار له نږدې وګورم او ډېر جالب دی، د جوړولو بڼه یې د سړي ډېره خوښېږي.»
سیلاني سید شریف وايي: «د دې ښار جوړ شوي دېوالونه او د جوړولو بڼه سړی ځان ته راکاږي.»
د کارپوهانو په باور، دا لرغونی او تاریخي ښار د ګرځندوی صنعت د ودې په برخه کې خورا مهم رول لوبولی شي.
د پوهنتون استاد محمد باقر معرفت وايي: «د ګرځندويي مسایل د سیمې لرغونتیا پورې تړاو لري، د دې تر څنګ موږ په بامیان کې د بند امیر په څېر د لېدو وړ او ارزښت لرونکې تاریخي منظرې هم لرو.»
د بامیانو د اطلاعاتو او کلتور رییس وایي، د ګرځندوی په برخه کې پر آسانتیاوو سربېره، د دغه تاریخي ښار د ځینو برخو د رغونې چارې هم پیل شوې دي.
سیف الرحمن محمدي وايي: «تمه ده چې په سیاحتي سیمو کې د هوټل، روغتیا، ټرانسپورټ او د تګ-راتګ نورې اسانتیاوې برابرې شي.»
د بامیانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د معلوماتو له مخې، د روان کال له پیله تر دې دمه شاوخوا دری زره سیلانیانو له دغه ښاره لیدنه کړې چې له ډلې ۲۵۰ تنه بهرني سیلانیان دي.