په پروان کې یو شمېر نجونې زدهکوونکي وایي، د رواني فشارونو د کموالي په پار یې په کورونو کې سپورټ ته مخه کړې ده.
سمیر او زهرا په پروان ولایت کې د منځني ښوونځي او لېسې هغه زدهکوونکې دي چې د ښوونځیو له تړل کېدو وروسته یې په کور کې سپورټ پیل کړی دی.
زدهکوونکې سمیرا وايي: «حکومت چې هر ډول لباس له موږ لپاره وټاکي موږ چمتو یوو چې مراعت یې کړو، څو موږ ته ښوونځي او سپورټ زمینه برابره شي.»
یوه بله زدهکوونکې زهرا په همدې اړه طلوعنیوز ته وايي: «موږ نجونو ته د ښوونځیو دروازې تړلي دي، په همدې خاطر په رواني او رحي ستونزو اخته شوي یوو.»
له بلې خوا، دغه نجونې زدهکوونکې له اسلامي امارته غواړي چې له ځنډ پرته د دوی پر وړاندې ښوونځي پرانیزي.
زده کوونکې سعدیه وايي: «اوس مې له مور او ورور سره په کور کې درس وایم او هیله لرم چې ښوونځي پرانیستل شي.»
زده کوونکې مریم وايي: «خپلو استادانو، ټولګیوالو، رنګه قلمونو او د ښوونځي څوکیو پهسې خفه شوې یم. له اسلامي امارته غواړم چې زموږ ښوونځي پرانیزي.»
ورته مهال د پروان د پوهنې ریاست مسوولان وایي، تر اوسه د اسلامي امارت رهبرۍ د نجونو ښوونځيو د پرانیستو په اړه کوم تصمیم نه دی نیولی.
د پروان د پوهنې رییس محمد حسن حقاني وايي: «علم فرض دی، د اسلامي امارت له پالیسي سره سم به ښوونځي پرانیزو.»
دا په داسې حال کې ده چې د پوهنې وزارت سرپرست بامیانو ولایت ته د سفر پر مهال ویلي وو چې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د پرانیستو په اړه سلا مشورې روانې دي.
په همدې حال د پروان پوهنې ریاست مسوولین وایي، د اسلامي امارت له تصمیم نیونې سره سم دوی تیار دي تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر وړاندې ښوونځي پرانیزي.
په دې اړه مو اندونه