په هلمند ولایت کې د کوکنار کښت موسم په را رسېدو سره، کروندګر وایي، که حکومت ورته مناسب بدیل پیدا نهکړي، خپل لګښتونه نهشي پوره کولی.
د نورو کلونو خلاف، سږ کال به د هلمند په کروندو کې د کوکنارو پر ځای نور کرنیز توکي وکرل شي.
یو کروندگر الله داد وايي: «بېوزله او غریب خلک یوو، د اصلاح شویو تخمونو د پېرلو توان نهلرو، له حکومت د مرستې غوښتنه کوو.»
یو بل کرودنګر دستګیر وايي: «که موږ غنم او جوار وکرو، موږ ته ګټه نهکوي او زیان کوو.»
ورته مهال بیا د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي، د دغه ولایت کروندګرو ته به د کوکنارو پر ځای د پستو او خرماوو اصلاح شوي نیالګي ورکړي.
د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس عبدالباري شهاب وايي: «د پستو او خرما بیې مو وڅېړلې، کروندګر کولای شي له دې دواړو مېوو ښه حاصل تر لاسه کړي او د همدې مېوې نیاګلي ورته ورکوو.»
بل خوا د کرنې برخې یو شمېر کارپوهان وایي، هلمند کې د مېوو بڼونه د کوکنارو تر ټولو ښه بدیل کېدای شي.
د هلمند پوهنتون د کرني پوهنځي استاد بریالی رفیع وايي: «د انګورو او انارو باغونه ښه پایله ورکوي او د هلمند په شمالي ولسوالیو کې ښايي نور مېوې ښه حاصل ورکړي.»
د هلمند کرنیزو ځمکو کې تېر کال هم دا وخت کوکنار کرل کرل کېدل، خو سږ کال غنم او نور کرنیز توکي پهکې کرل کېږي.
په دې اړه مو اندونه