Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د یوناما رییسې د مرستې رسونې بهیر پر شدت ټینګار وکړ

د یوناما رییسې زرا اوتونبایوا خوست ولایت ته په خپل سفر کې په پکتیکا او خوست ولایتونو کې زلزله ځپلو سره د مرستو پر زیاتېدو ټینګار وکړ.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر رییسه وايي چې نړۍوال ټولنه به افغانستان هېر نه کړي.

رزا اوتونبایوا وویل:«د پکتیکا په ګیان ولسوالۍ کې ستونزې خورا زیاتې دي او همداراز کوم څه چې ما په برمل ولسوالۍ کې له هلکوپټر ولیدل هغوی هم لا ډېرو مرستو ته اړتیا لري.»

د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مشره وایي، د پکتیکا ګیان ولسوالۍ ته تللې وه او هلته یې وضعیت له نږدې څارلی.

هغه په دې هکله زیاته کړه:«کله چې ما هغه زلزله ځپلې سیمه کې خلک ولیدل، هغوی لا هم خپلې هیلې له لاسه نه وې ورکړې. د دوی نوي کورونه د جوړېدو په حال کې دي.»

د خوست ولایت مرستیال غوښتنه کوي چې امریکا دې د افغانستان بانک کنګل شوې شتمني ازاده او نړۍ دې له دغه هېواد سره تعامل وکړي.

د خوست مرستیال والي محمد انور دین پرور وویل:«هغه پیسې چې زموږ حق دی هغوی یعنې امریکا له ځان سره نیولي او بیا هم پر موږ نیوکه کوي چې دا کار مو او هغه کار مو ښه نه دی.»

د خوست مرستیال والي همدا راز ټنګار کوي چې د ځینو خوراکي توکو د مرستو پر ځای دې له دوی سره د بنسټیزو پروژو په برخه کې مرستې وشي.

ښاغلي دین پرور څرګنده کړه:«یوه بوجۍ اوړه او یو پیپ غوړي زموږ بنسټيزې ستونزې نه شي حل کولای، هغوی باید د بیخ بنايي کارونو په برخه کې له موږ سره همکاري وکړي.»

د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مشره داسې مهال زلزله ځپلو ته د مرستو بهیر پر چټکوالي ټینګار کوي، چې وروستیو کې د ژمي موسم په را رسېدو سره یو شمېر ولایتونو کې سیلاب ځپلي او زلزله ځپلي ګڼو ستونزو سره مخ دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه