Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کاري زمینې نه‌شتوالی؛ په بامیان کې لوستي ځوانان له بې‌وزلۍ سر ټکوي

په بامیان ولایت کې یو شمېر لوستي ځوانان د کاري فرصتونو له نه‌شتوالي سر ټکوي او وايي، له بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ ستړي شوي دي.

توریالی چې د هرات پوهنتون د ګرافیک ډیزاينینګ له څانګې فارغ شوی، وايي، له ډېرې مودې راهیسې د کار په لټه کې دی، خو د کار زمینه ورته نه‌ده برابره شوې.

نوموړی په‌دې اړه طلوع‌نیوز ته وايي: «بې‌کاره یم، هر څومره هڅه چې مې وکړه، هېڅ کار مې پیدا نه‌شو کړای، کله لاندې لاړ شه، کله پاس لاړ شه، بالاخره څه وکړو؟»

له بلې خوا زیات شمېر لوستي ځوانان د کار له نه‌شتوالي ځورېږي او له حکومته د کاري زمينې د برابرولو غوښتنه کوي.

لوستی ځوان زمان وايي: «د یوه بامیاني ځوان په توګه مې له حکومت غوښتنه ده چې د لوستو ځوانانو له انرژي او استعداد څخه ګټه پورته کړي.»

لوستی ځوان نصرت وايي: «بې‌روزګاري د دې سبب شوې چې ځوانان ډېری وخت په ټولنیزو رسنیو کې بوخت شي او له بهرنیو هېوادونو ته مسافرت وکړي.»

په همدې حال کې د بامیانو سیمه‌ییز چارواکي وايي، دوی د بااستعداده او وړ ځوانانو د مشخص کولو پلان لري او دغو ځوانانو ته به د کار زمینه برابره کړي.

د بامیان د اطلاعاتو او کلتور رييس سیف الرحمن محمدي زیاتوي: «پرېکړه مو کړې چې په بامیان کې د ژمنو ځوانانو د پېژندنې لپاره یوه ټولنه رامنځ‌ته کړو. دا چاره مو په مرکز کې پیل کړې او ورو-ورو به ولسوالیو ته خپره شي.»

د کاري فرصتونو نه‌شتوالی د دې لامل شوی چې یو شمېر ځوانان د کار موندلو په هیله له هېواده ووځي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه