Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د خوست په خصوصي ښوونیزو مرکزونو کې د نجونو زده‌کوونکو کمېدل

په خوست ولایت کې د یو شمېر خصوصي کورسونو مسوولان وایي، په‌دې ولایت کې خصوصي ښوونیزو مرکزونو ته د نجونو ورتګ کم شوی دی.

دوی زیاتوي، له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو تړلي پاتې کېدو، د دوی پر کورسونو هم منفي اغېز کړی دی.

د یوه خصوصي کورس موسس غفور ځدراڼ خوست کې وايي: «دلته زموږ تعلیمي بهیر له ښوونځیو او پوهنتونونو سره تړلی دی. که چېرته ښوونځي ته یوه نجلۍ او زده‌کوونکي نه‌ځي، دا مستقیم له کورسونو سره تړلې ده.»

د یوه خصوصي کورس مدیر احسان الله رحیمي خوست کې زیاتوي: «مخکې موږ په سلګونه نجونې درلودې، اوس نجونې نه‌شته او ښوونیزو مرکزونو ته نه‌ځي.»

یو شمېر زده کوونکي چې خصوصي کورسونو کې زده کړې کوي وایي، پخوا یې خویندې هم د سیاینسي مضامینو او د انګلیسي ژبې د د زده کړې لپاره کورسونو ته راوستې خو اوس په کورونو ناسې دي.

زده کوونکی بلال وايي: «مخکې به ما سره خویندې راتلې او ساینسي او انګلیسي کورسونو ته به تلې، په اوسنیو حالاتو کې تاسو ته بهتره مالومه ده چې نه‌شي کولای لاړې شي.»

زده کوونکی ایمل وايي: «نجونو ته زمینه نه‌ده مساعده شوې چې دوي په کورسونو یا ښوونځیو کې زده‌کړې وکړي. له مسوولانو او چارواکو څخه مو هیله ده دا ده چې دوی ته زمینه مساعده کړي.»

ورته مهال د خوست سیمه ییز چارواکي وایي، دوی پدې ولایت کې هېڅ خصوصي ښوونیزې ادارې ته ندي ویلي چې ګني نجونې دې د زده کړو لپاره نه شاملوي.

د دوی په خبره حکومت هڅه کوي چې د نجونو ټول تړلي ښوونځي ژر پرانیزي.

د خوست د اطلاعاتو او کلتور رییس شبیراحمد عثماني وايي: «اوس هم په ډېر کورسونو کې نجونې تعلیم کوي، درسونه وايي، په دوی باندې چا کار نه‌دی لرلی.»

وروسته له هغې چې اسلامي امارت د تېر مېلادي کال په اګسټ کې واک خپل کړ، هېواد کې له شپږم ټولکي پورته د نجونو ښوونځي تر نن ورځې تړلې دي.

که څه هم چارواکو په وار، وار ویلي چې دغه ستونزه به ژر هواره شي خو تراوسه پدغه برخه کې د چټکو مثبتو ګامونو د اخیستو څرک نه تر سترګو کیږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه