د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وایي، سرپرست حکومت پهدې لټه کې دی چې ځوانانو ته د کار زمینه برابره او د هېواد اقتصاد په پښو ودروي.
نوموړي ارزګان ته د سفر پر مهال د اسلامي امارت له ځواکونو غوښتي چې د خپلو امرینو اطاعت او د هغوی د اوامرو پیروي وکړي.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وايي: «که هغه د اقتصاد په باب کې وي، که هغه د تعمیراتو په هلکه وي، که د هغه د سرکونو په هکله وي، که هغه د بندونو په هکله وي، که هغه د دوی د امنیت او اقتصاد او د دوی کارګذارۍ لپاره وي چې د دوی لپاره د کار او خدمت زمینه برابره کړي.»
اخواد ارزګان والي د ولسونو په استازیتوب د اسلامي امارت له مسوولانو غوښتنه وکړه چې د هېواد د اقتصاد، بیا رغونې او ځوانانو ته د کاري زمینو د برابرولو په برخه کې خپلې هلې ځلې کړندۍ کړي.
د ارزګان والي علي جان احمد وايي: «زموږ د بیارغونې چارې او سرکونه مو برباد دي، ملت زندګي ټوله برباد ده، دا شل کاله انقلاب زموږ نیم خلک داسې بېکوره کړي چې د سرپناه ځای نهلري.
دریاست الوزرا لومړي مرستال ارزګان د سفر پر مهال له بهرنیو پانګوالو غوښتنه وکړه چي د افغانستان د ځوړند اقتصاد د بیا پر پښو درولو برخه کې دې له اوسني حکومت سره مرسته وکړي.