د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) په بادغیس کې له زدهکړو محرومو ماشومانو ته څه باندې ۸۰۰ سیمهییز ټولګي جوړ کړي دي.
د دې ټولګيو په جوړېدو سره، څلور زره زدهکوونکو ته د زده کړو زمینه هم برابره شوې ده.
د مسلم هنډز موسسې سیمهییز مسوول بایي خان بهادر وايي: «د یونېسف له لوري تمویلېږي او د مسوولانو له لورې پلی کېږي. د بادغیس په شپږو ولسوالیو کې ۸۱۰ محلي ټولګي دي.»
یو شمېر زده کوونکي چې د زدهکړو زمینه ورته برابره شوې ده، هیله لري چې خپلې زده کړې بشپړې کړي.
زده کوونکې شمسیه وايي: «غواړو تر دولسم ټولګي پورې زدهکړې وکړو، لیک او لوست زدهکړو.»
زدهکوونکې غزاله وايي: « غواړم په راتلونکې کې یوه ډاکټره شم.»
زدهکوونکی صدیقالله وايي: «له ښوونځي ډېره راضي یم، خپل او د پلار نوم لیکل مې زدهکړي او کتاب لوستلی شم.»
په همدې حال د دغو زده کوونکو کورنۍ وایي، خپل ماشومان ښوونځي تللو ته هڅوي.
د بادغېس مقر ولسوالۍ اوسېدونکی ګل امین وايي: «مخکې له دې چې ټولګي جوړ شي، ټول ماشومان په کوڅو کې په لوبو بوخت وو.»
د بادغیس مقر ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالحی وايي: «موږ نالوستي پاتې شوي یوو او نه غواړو چې اولادونه مو نالوستي پاتې شي او زموږ غوښتنه همدا ده چې ښوونځي د تل لپاره پرانیستل شي.»
د بادغیس مقر ولسوالۍ اوسېدونکی شېر اقا وايي: «دې ټولګیو ډېره ښه پایله ورکړې ده.»
بل خوا د بادغیس د پوهنې ریاست مسوولین وایي، چې د دغو سیمه ییزو ټولګیو په جوړېدو سره به دغه ولایت کې د پوهنې په برخه کې ګڼې ستونزې حل شي.
د بادغیس د پوهنې رییس محب الله احسان وايي: «نجونې او هلکان د خپلو زدهکړو تر لاسه کولو په حال کې دي او دا د زدهکړو په برخه کې یوه ګټه ده.»
په بادغیس کې دا سیمهییز ټولګي داسې مهال فعال شوي چې هېوادوال تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو د پرانیستو په تمه دي.